1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سیاسی ډګر کې د کونړ د ښځو کم رنګه حضور

۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعه

د کونړ په ولايت کې د ښځو ژوند کې يو لړ پرمختګونه رامنځ ته شوي، خو له سترو ولایتونو سره د پرتلني وړ نه دی. په سیاسي ډګر کې د ښځو شمير ډير کم دې، چې يوازي يوه ميرمن په ولسي جرګه کې د دې ولايت استازیتوب کوي.

https://p.dw.com/p/3KTx1
Afghanistan Provinz Bamiyan | Frauen arbeiten als Minenräumer
انځور: DW/A. Akrami

د کونړ ولايت کې د ښځو ژوند ته که وکتل شي د څارونکو په اند پرمختګونه رامنځ ته شوي،خو ډير لږ دي او دغه ولایت له  نورو سترو ولايتونوسره د پرتلنې وړ نه دې.

د دوي په اند ډير کله د حکومت له خوا له پامه غورځول شوې دي. دوې په سیاسی برخه کې د ښځو ونډه ډيره کمه ګڼي. په دغه ولايت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې وږمه صافۍ، بيا وايي چې لږ تر لږه اوس موږ د روغتيا په برخه کي عملي پرمختګ وینو.

 صافۍ وايې، په دی اتو کالو کې چې ما په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازيتوب کړی، د ښځو په ژوند کې د يو مثبت بدلون، لکه د مور او ماشوم د مړيني کچې راټيوټولو له پاره مې هڅې او هاند کړی:»موږ د روغیتا پالونکو له پاره د يوې ډاکټرې، هيلۍ غرشين، په ملاتړ له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د کونړ په ولايت کي د قابلو د روزنې يو ښوونځې جوړ کړ. پخوا موږ په کونړ کې ځايي قابلې او نرساني نه درلودې، پاکستانيو قابلو به دلته په کلينيکونو کي کار کاوه. خو اوس د کونړونو په ډيرو کلينيکونو کې ځايي قابلې لرو.« د وږمې صافۍ په خبره دغو ښوونځيو تر اوسه دوه دورې فارغين ورکړي چې د ښځو په ژوند کې ستر بدلون يې ګڼي.

وږمه صافۍ وايې، چې په دغه په ولايت کی د ښځو پر ځان بسیا کيدلو له پاره ځيني پروژې فعالې شوي دی. لکه د چرګانو روزلو پروژې چې تر يو حده پورې کوچنۍ پروژې دي. د دغه ډول پرمختګونو تر څنګ، بيا  وږمه صافۍ د کونړ په ولایت کي وروسته پاتيوالي او پخوانو دودونو ته ګوته نيسي او وايې چې دلته هم نارینه دي چې د خپلو لوڼو او خویندو له پاره په ژوند کې د پرمختګ خنډ ګرځي.

Afghanistan Tahera Yosofi
انځور: privat

 

د کونړ ولايت يو اوسیدونکي او آزاد ژورناليست سید عبادالله صادق په کونړونو کي د ښځو د ژوند حالاتو داسې جاج اخلي:» د کونړ ولايت د نورو سترو ولايتونو سره هيڅ د پرتلنې وړ نه دی او وروسته پاتې دی. خو په ټوليزه توګه که ورته وګورو په وروستيو اتلسو کلونو کي د نورو وروسته پاتې ولايتونو په څنګ کې کونړ هم يو څه پرمختګ کړې. دغه ولايت چې په تير مهال کې ډير شمير پوهان، ادب پوهانې په کي روزل شوي، د علم او ادب زانګو ګڼل کيږي، په دې وروستيو کلونو کې د ښځو ژوند او حقوقو ته څه ناڅه پاملرنه شوي ده.«

د ښاغلي صادق په خبره، د بيلګې په توګه د کونړ په ټولو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي فعال دي، نجونې چې له ښوونځي فارغې شي ډير شمير يې پوهنتونو ته لاره پيدا کوي. د المدينه په نوم انستيتوت کې دیرش سلنه زده کونکي نجوني دي او ډير شمیر استاذانې ښځينه دي.

د روغتيا په برخه کې هم د نارينه ډاکټرانو تر څنګ په قابلګۍ کې، واکسناسیون، تکنیشن،روغتيايي مشاورين دي چې د دوي په شتون کي د مور او ماشوم د مړيني کچه راټيټه شوې ده.

خو عبادالله صادق په سياسي ډګر کې د کونړ د ښځو ونډه ډيره کمزوري ګڼي او وايې چې يوازي په ولسی جرګه کي د يوې استاذې وږمې صافۍ په شتون سره په نورو برخو کي هيڅ کومه ښځه شتون نه لري.

د کونړ ولايت يو بل اوسیدونکی، ليکوال او ادب پوه شفیع الله تاند، چې پنځوس کتابونه يې ليکلي دي، يو کتاب يې د ښځو له پاره د «مينې او ژوند» په نامه چاپ کړی، چې د کونړ په ولايت کي د ښځو وروسته پاتې والي کې دوه لاملونه په ګوته کوي:

«لومړی دا چې حکومت د نجونوله پاره د اسانتياو په رامنځ ته کولو کي تل پاتې راغلی. که حکومت په کونړ کې د ښځو وروسته پاتې والی په ژوره او هر اړخيزه توګه څيړلی وای، په هماغه کچه يې ورته امکانات برابر کړی وای، نو زه باوري یم چې کونړ به هم خپله وړتيا ښودلې وې. په کونړ کې اړونده ادارې لکه د ښځو چارو رياست،په خپله د ولايت مقام، علما،مدني نهادونه ګرم دي. بل لامل يې په خپله د کونړ خلک دي چې د دوي د ناپوهۍ ښکارندوی دي. لکه چې دوی وايې،ښځه يا پر کور او يا پر ګور ده. دوي اسلام يادوي چې دا بيا ټول له اسلام سره په ټکر کې دي. که چيرې ټول په دې لار کې لاسونه سره يو کړي بدلون به رامنځ ته شي او که نه نو دا حالت د زغملو وړ نه دی.»