1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

«په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو مسؤل ایران دی»

۱۴۰۲ آبان ۳, چهارشنبه

د سپینې ماڼۍ په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت په فعاله توګه په سیمه کې پر امریکايي اډو د توغندیو او ډرون بریدونو ملاتړ کوي. پنټاګون ایران د دغو بریدونو «وروستی مسؤل» ګڼي.

https://p.dw.com/p/4Y0AP
د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربيانځور: Evelyn Hockstein/REUTERS

امريکا متحده ایالاتو په عراق او سوریه کې د ایران اسلامي جمهوریت په ملاتړ د نیابتي ډلو لخوا د دوی پر پوځي اډو او په تیره اونۍ کې د دې بریدونو د زیاتوالي په غبرګون کې، ایران د دغو بریدونو فعال ملاتړی بولي.

دا ډول اقدامات د روان کال د تلي میاشتي پر پنځلسمه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته پراخ شوي دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن پنټاګون ته امر کړی چې له اوسني وضعیت سره د مقابلې لپاره لا زیات چمتووالی ونیسي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي، د یوې خبري غونډي له لارې د ایران اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به «د ځان پر وړاندې ګواښونو ته اجازه ورنکړي» او پرې به نه ږدي چې دغه بریدونه بې ننګي پاتې شي.

کربي زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې ایران دا پیښې له نږدې څاري او په ځینو مواردو کې دا بریدونه په فعالانه ډول آسانوي.» هغه ټینګار وکړ چې د دې ډلو ملاتړ د ایران د سپاه او رژیم لخوا تر سره کیږي او د ایران اسلامي جمهوریت هغه ډلي چې غواړي د حماس او اسرائيل ترمینځ له جګړي ګټه پورته کړي، هڅوي.» د سپینې ماڼۍ ویاند په راتلونکو ورځو کې د دې بریدونو د احتمالي پام وړ زیاتوالي په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

د عراق د اسلامي مقاومت ډلې پر امریکايي ډلو د برید پړه پر غاړه اخیستې

ایرنا خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د العمر د تیلو په ساحه کې د امریکا تر قوماندې لاندې د داعش ضد نړیوال ائتلاف ضد اډه پکې موقعیت لري، د بې پیلوټه الوتکې د برید اعلان وکړ. ياد خبري آژانس ليکلي ول چې د دې برید مسئوليت د عراق د اسلامي مقاومت ډلې په غاړه اخیستی دی.

د همدې رپوټونو پر اساس تر دې د مخه د سوریې په التنف او الرکبان کې هم د امریکايي ځواکونو اډي د بې پیلوټه الوتکو پر مټ په نښه شوې وي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ټینګار وکړ چې «د دغو ډلو او د ایران د سپاه پاسداران تر منځ مستقیمه اړیکه شته» او د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو نیابتي ډلو مالي، پوځي او تعلیمي ملاتړ کوي.

امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور زیات کړی او د اکټوبر په اوومه نیټه د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړې له پیل سره سم یې منځني ختیځ ته دوې الوتکې وړونکې بېړۍ، نورې جنګي بېړۍ او شاوخوا ۲۰۰۰ سمندري ځواکونه لیږلي دي.

کربي همدا شان ټینګار وکړ چې امریکا نه غواړي د دې جګړې د پراخېدو شاهد وي نو له همدې امله په سیمه کې د هر ډول اقدام د مخنیوي لپاره خپل پوځي توان زیاتوي.

تېره ورځ د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر، هم په یوې خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې واشنګټن پوهېږي چې د دغو بریدونو مسئولې ډلې د ایران اسلامي جمهوریت له ملاتړه برخمنې دي او د امریکا متحده ایالات ایران په نهایت کې مسوول ګڼي.

اسوشېټېډ پرېس هم د پنټاګون په حواله ویلي چې په سیمه کې د امریکا پر اډو بریدونه «ښايي د ایران له خوا تایید شوي وي».

د امریکا دفاع وزارت له دې مخکې د ايران پر وړاندې ډیر محتاطانه دریځ غوره کړی وو. رايډر له دې ډډه کړې وه چې په عراق او سوريه کې پر امريکايي پوځي اډو بریدونو له پاره ایران ګرم وبولي او ويلي یې ول، فکر نه کوي چې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائيلو د حماس د بريد او پر امريکايي اډو د بريدونو تر منځ مستقيم تړاو وي.