1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په شمالي وزیرستان کې اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي

۱۳۹۷ مهر ۱, یکشنبه

د پاکستان په قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې اووه تنه پاکستاني سرتیرې وژل شوي. د دغه هیواد د پوځ له خوا په خپاره شوي بیانیه کې راغلي دي چې په وژل شویو کسانو کې یو پوځي افسر هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/35MaF
Pakistan Waziristan Armee Infanterie ARCHIV
انځور: picture-alliance/AP

د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه د آلمان خبري آژانس dpa د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله نښته د شنبې په شپه ناوخته د افغانستان پولې ته نږدې ساحه کې رامنځته شوې وه.

د دغې بیانیې په حواله په نښته کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۷ تنه پوځیان وژل شوي دي. زياته شوې چي په دې نښته کې نهه تنه وسله وال هم وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وروسته اعلان وکړ چې سیمه يې تصفیه کړې ده.

د آلمان خبري آژانس لیکلي دي چې دغه خونړۍ نښته هغه وخت رامنځته شوه کله چې پاکستاني ځواکونو د شمالي وزیرستان په یوه برخه کې د وسله والو کسانو د له منځه وړلو له پاره عملیات پیل کړل. د دغو کسانو په هکله استخباراتي معلومات د شنبې په ورځ ورکړل شوي وو.

شمالي وزیرستان د پاکستان په شمال لویديځ کې یو له هغو اوو سیمو څخه دی، کوم ته چې (د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې قبائلي سیمو یا فاټا) نوم ورکول شوی دی. دا قبائلي سیمې له افغانستان سره سرحد ته ډیرې نږدې او یا هم ورسره وصل دي. د پاکستان د نورو برخو په شان په دغو سیمو کې قانون نه عملي کیږي.

پخوا دلته د القاعده ترهګریزې شبکې تر څنګ د حقاني شبکې جنګیالیو هم پټنځایونه جوړ کړي ول. د تیرو څو کلونو راهیسې پاکستاني پوځ په دې سیمه کې ډیر پراخ عملیات ترسره کړي دي.

پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ م کال کې د دغو ډلو پر وړاندې خپل عملیات پیل کړي ول. له هغه وخت راهیسې د افغانستان پولې ته نږدې له دې غریزې سیمې څخه د یادو وسله والو ډلو جنګیالي تېښتې ته مجبور کړای شي دي.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: