1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

صربستان: افغان مهاجر د یوه بل افغان د وژلو په تور نیول شوی

۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د صربستان پولیسو یو ۱۷ کلن افغان مهاجر په بلګراد کې د یوه بل افغان د وژلو په تور نیولی. په وروستیو وختونو کې په صربستان کې د افغانانو په ګډون د هغو مهاجرو شمیر ډیر شوی چې غواړي نورو اروپايي هیوادونو ته راشي.

https://p.dw.com/p/3JvvN
Grenzzaun an der Grenze zwischen Ungarn und Serbien
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Vojinovic

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی اوس د یوه بل ۱۷ کلن مهاجر په لټه کې هم دي چې ورباندې د چهارشنبې ورځې په پیښه کې د ښکیلتیا شک کیږي. پولیس شک لري چې دغو دواړو پناه غوښتونکو یو افغان په جړې وژلی دی.

په بلغاریا کې د بندو پاتو شویو مهاجرو تر منځ وخت نا وخت نښتې رامنځ ته کیږي. دغه کسان چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي، په دې هڅه کې دي چې ځانونه نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

په بوزنیا کې هم پولیسو ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د مهاجرو په یوه کمپ کې شاوخوا سلو پناه غوښتونکو سره نښتې کړې دي چې په پایله کې یې د درو پولیسو په ګډون ډیر شمیر کسان ټپیان شوي دي.

(ms/qn (AP