1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په غزني کي پر ملي امنيت ادارې موټر بم بريد شوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د غزني چارواکي وايي چي د دغه ولايت د ملي امنيت ادارې پر يوې ځانگړي قطعې په موټر بم بريد کي ۷ کسان وژل سوي او ۴۰ نور ټپيان سوي دي. د بريد مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/3cNNC
Anschlag in Ost-Afghanistan in Ghazni Provinz
انځور: DW/Ebrahim Mahdavi

د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ سهار وختي وسله والو مخالیفینو غزني ښار ته څیرمه په ثقافت سیمه کي د ملي امنیت پر ۷۰۳ ځانګړې قطعې باندي د هاموې ټانګ پرمټ برید سوی دی. دوی ويلي دي چي دغه موټر له افغان ځواکونو څخه غلا سوی دی.

د هغه په خبره په بريد کي ۷ کسان وژل سوي او ۴۰ نور ټپیان سوي دي چي ډير ئې د ملي امنيت ادارې غړي دي. د ټپیانو له جملې څخه د ۸ کسانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل سوی او پا ته نور يي برسیرن ټپیا دی.

جمعه زاده ويلي دي چي د انفجار د شدت له امله د پیښي له ځایه تر ۲ کیلومترۍ پوري د ملکي خلکو د کورونو ښیښي ماتي شوي، خو ملکي کسانو ته تلفات نه دي اوښتي.

طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.