1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کې د سړک د غاړې ماین ۱۸ تنه ووژل

قدیر وفا/ سید ریاض۱۳۹۲ آبان ۵, یکشنبه

په غزني ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې ۱۸ تنه ووژل شول. د دغه چاودنې زیاتره قربانیان ښځي دي چې یوې گاونډۍ سیمې ته د یوه واده په مراسمو کې د گډون له پاره روانې وې. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1A6wr
انځور: Reuters

د غزني د والي مرستیال احمد علي احمدي، ویلي دي چې دغه کسان د یکشنبې په ماښام (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۲۷) په یوه سرویس موټر کې د واده په مراسمو کې د گډون له پاره روان وو چې د هغوی موټر د سړک د غاړې پر ماین وربرابر شو.

د هغه په وینا د اندړ په ولسوالۍ کې په دغه چاودنه کې ۱۴ ښځې، دوه سړي او دوه ماشومان وژل شوي دي. د والي مرستیال زیاته کړې ده چې په دغه سرویس موټر کې پنځه تنه سپاره کسان ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د امنیې قوماندان مرستیال اسدالله انصافي، هم په دغه پیښه کې د مرگ ژوبلې ارقام تائید کړي دي. هغه د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې ټول ټپیان شوي کسان هم ښځې دي او د هغوی له ډلې څخه د دوو تنو وضعیت د انديښنې وړ دی.

لا تر اوسه د دغه پیښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستې، خو د سړکونو پر غاړه ښخ شوي ماینونه د نړیوالو او افغان سرتیرو پر ضد د طالبانو اصلي وسله شمیرل کیږي چې زیاتره وخت ملکي کسان د هغې قرباني کیږي.

اندړ د غزني ولایت له هغو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي چې د هغې په یو شمیر برخو کې طالبان حضور لري او وخت ناوخته امنیتي ځواکونه تر بریدونو لاندې نیسي.

د ملگرو ملتونو ارقام ښيي چې د سړک د غاړې ماینونه او ځای پر ځای کړل شوي چاودیدونکي توکي په افغانستان کې د ملکي وگړو د تلفاتو اصلي عامل دی.