1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

په غزه کې د اوربند او يرغمل نیول شويو د آزادولو هڅې چټکې شوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

رپوټونه وايي حماس وسله واله ډله په غزه کې د اسرائيلي يرغمل شویو د آزادولو په بدل کې د یوه محدود اوربند له پاره د اسرائيل يو وړاندیز ارزوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې ويلي چې پر اوربند توافق اوس صرف د حماس په لاس کې دی.

https://p.dw.com/p/4fLvw
د امریکا خارجه وزیر دوشنبه په رياض کې وويل چې دا توافق «ډېر سخاوتمندانه» دی او حماس د دې وړاندیز په اړه باید «په چټکۍ سره تصميم ونيسی»  
د امریکا خارجه وزیر دوشنبه په رياض کې وويل چې دا توافق «ډېر سخاوتمندانه» دی او حماس د دې وړاندیز په اړه باید «په چټکۍ سره تصميم ونيسی»  انځور: Hamad I Mohammed/REUTERS

د مصر د القاهره دولتي تلویزيون د رپوټ پر اساس د حماس ډلې پلاوی د اسرائيلي يرغمل نیول شويو په بدل کې د اوربند په تړاو تر خبرو اترو وروسته له قاهرې څخه روان شوی دی.

د القاهره تلویزيون د دوشنبې په ورځ ناوخته خبر ورکړی وو چې د حماس ډلې پلاوی به د اسرائيل وروستي وړاندیز ته له خپل کتبي ځواب سره بيرته راستون شي چې د قطر او مصر په منځګړيتوب ورته د دوشنبې په ورځ سپارل شوی وو.

د تېر کال په نوامبر میاشت کې د حماس وسله والې ډلې او اسرائيل ترمنځ جګړه کې د يوې اونۍ وقفې په ترڅ کې د حماس له لوري تر سلو ډېر يرغمل کسان آزاد کړل شوي ول. اسرائيل هم د دې په بدل کې ۲۴۰ فلسطيني زندانيان آزاد کړي ول. خو له هغې په وروستو میاشتو کې د يرغمل شويو د آزادولو هر ډول مذاکرات ناکام شول.

په غزه کې روانه جګړه د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائيل د حماس وسلوالې ډلې تر حملې راورسته ادامه لري
په غزه کې روانه جګړه د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائيل د حماس وسلوالې ډلې تر حملې راورسته ادامه لريانځور: Majdi Fathi/NurPhoto/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ په رياض کې د خبرو اترو په ترڅ کې وويل چې دا توافق «ډېر سخاوتمندانه» دی او حماس د دې وړاندیز په اړه باید «په چټکۍ سره تصميم ونيسي.» 

بېربوک: د اوربند تړون «اوس يوازې د حماس په لاس کې دی»

د تازه رپوټونو پر اساس، د آلمان د بهرنیو چارو وزېره انالینا بېربوک، وايي چې په غزه کې د اوربند توافق «په اوس وخت کې صرف د حماس په اختیار کې دی.«

بېربوک د سه شنبې په ورځ له منځنې ختيځه د بېرته راستنېدو پر مهال وویل چې په غزه کې د اوربند له پاره مذاکرات اوس هغې مرحلې ته رسيدلي چې د حماس کار دی او دا حماس پورې اړه لري چې بعدي ګامونه واخلي. 

هغې د ډي ال اف آلماني نشراتي شبکې ته وویل: «دا اوس یوازې د حماس په لاس کې ده، چې یرغمل شوي بالاخره آزاد شي.» د نوموړې په خبره له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د حماس وسله والو له خوا يرغمل نيونه د ډېرو دغو کسانو له پاره د «نه باور» يو وضعيت دی.

آرشیف - د المان خارجه وزېرې سه شنبه وویل په غزه کې د اوربند له پاره مذاکرات اوس هغې مرحلې ته رسيدلي چې د حماس کار دی او دا حماس پورې اړه لري چې بعدي ګامونه واخلي
آرشیف - د المان خارجه وزېرې سه شنبه وویل په غزه کې د اوربند له پاره مذاکرات اوس هغې مرحلې ته رسيدلي چې د حماس کار دی او دا حماس پورې اړه لري چې بعدي ګامونه واخليانځور: Kira Hofmann/AA/photothek.de/picture alliance

د حماس وسله والې ډلې ويلي چې د اسرائيل له خوا شوی وړاندیز د ارزولو له پاره وخت ته اړتیا لري. د فرانسې خبري آژانس وايي د حماس یوې سرچینې چې نوم ېې نه دی ښودلی، د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه ډله «د امکان تر حده ژر» یو تصمیم ته د رسېدو په هڅه کې ده. خو د آلمان خارجه وزېرې پرې شک ښودلی دی. 

انالینا بېربوک وويل: «موږ په وروستیو میاشتو کې په دې هکله پرله پسې تجربې درلودلي دي.» هغې زیاته کړه: «حماس د ېوې تروریستي ډلې په توګه، په خواشينۍ سره چې لا هم نه یوازې د توغندویزو بریدونو په ادامې اسرائيل ته د خطرونو د ایجادولو په لټه کې ده، بلکې همدارنګه ظاهراً دغه ناوړه جګړه غځوي.»

د آلمان خارجه وزېرې وویل همدا یو مهم دلیل وو چې موږ وشو کړای په تړاو ېې «په عربي هېوادونو، اروپايي ملکونو او امریکا متحده ایالاتو کې یو ګډ او ځواکمن غږ ولرو« څو دا واضح کړو چې دا شخړه باید ودرول شوي. 

د آلمان خارجه وزېرې زیاته کړه: «دغه کړاو باید یو پای ولري، هم د اسرائيل د خلکو او هم د شاوخوا ۲ میلیونه فلسطینیانو له پاره. حماس د فلسطین د خلکو استازيتوب نه کوي او دغه ډله د دغه کړاو محدودول خپل مسئولیت نه ګني.» 

هغه وايي ځکه خو ګډ فشار حیاتي دی او په ضمن کې دا هم واضح شوې چې د «تېرو شپږو میاشتو یا تر دې زیات وخت کې په مجموع کې دغه پروسه څومره لانجمنه ده.»

په غزه کې روانه جګړه د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائيل د حماس وسلوالې ډلې تر حملې راورسته ادامه لري. په غزه کې د حماس د روغتیا چارواکو په خبره په دغه موده کې د اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې له ۳۴۵۰۰ ډېر فلسطينیان وژل شوي دي.

آرشیف - د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشر، جوزف بورل، ويلي چې د اروپايي اتحاديې غړي غواړي عرب رهبران بروکسل ته دعوت کړ
آرشیف - د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشر، جوزف بورل، ويلي چې د اروپايي اتحاديې غړي غواړي عرب رهبران بروکسل ته دعوت کړانځور: Florian Gärtner/imago images/photothek

د حماس وسله واله ډله پر اروپايي ټولنې سربیره د امريکا متحده، ایالاتو، اسرائيل او آلمان له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

د اروپايي اتحادېې رهبران پر اور بند او د دوو دولتونو پر حللارې ټینګار کوي

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير، ستیفن سیژورن په سعودي عربستان کې وويل چې په غزه کې بشري وضعیت «فاجعه يي» دی او یو ځل بیا د اروبند غوښتونکی شو.

هغه په رياض کې د نړېوال اقتصادي فورم په څنډه کې رویټرز ته وويل چې «کارونه پر مخ روان دي، خو سړی باید په دا ډول تصمیمونو او مذاکراتو کې همېشه ډېر محتاط واوسي.»

د آلمان خارجه وزيرې د دوشنبې په ورځ په دغه غونډه کې یو ځل بیا وويل چې غزې ته دې د لا ډېرو بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړل شي او دا چې آلمان د دوو دولتونو حللارې ملاتړ کوي.

د دوشنبې په ورځ سهار وختي د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشر، جوزف بورل، خبریالانو ته وويل چې اروپايي اتحاديې غړي غواړي عرب رهبران بروکسل ته دعوت کړي، څو ورته خپل د دوه دولتونو حل لارې وړاندیزونه مطرح کړي.

له آرشیف څخه انځوریز البوم: