1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په فراه کې یوه پولیس خپل څلور ملګري وژلي دي

۱۳۹۸ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چې په فراه ولایت کې يوه پولیس پر خپلو ملګرو ډزې کړي او تر نیول کیدو وړاندې یې څلور تنه پولیس وژلي دي. د چارواکو په خبره پیښه د فراه ښار ته څیرمه د یوې امنیتي پوستې په داخل کې پیښه شوې.

https://p.dw.com/p/3GqqW
Afghanistan Alltag in Herat nach dem Taliban Angriff
انځور: DW/H. Hashimi

په فراه کې ځايي چارواکي وايي چې یوه پولیس پر خپلو نورو ملګرو سرتیرو ډزې کړي دي او تر نیول کیدو وړاندې یې څلور تنه پولیس وژلي دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي چې د برید په هکله پلټنې پیل شوي. د نوموړي په خبره دغه پیښه د دوشنبې په شپه رامنځ ته شوې ده. د امنیې قوماندانۍ ویاند د پیښې د ځای په هکله وویل چې یوه پولیس سرتیري د فراه ښار ته نیږدې په یوه امنیتي پوسته کې پر خپلو ملګرو پولیس سرتیرو ډزې کړي دي.

تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی خو طالبان په فراه کې ډیر فعال دي. محب وايي چې تر څیړنو وروسته به څرګنده شي چې آیا په دې پیښه کې د طالبانو ډله ښکیله ده او که نه.

دغه پيښه په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې طالبان تر پخوا غښتلي شوي او د افغانستان پر کابو نیمايي برخه کنترول لري.

طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي اهدافو باندې کابو هره ورځ بریدونه کړي دي. په دې ترڅ کې طالبانو د افغانستان د اوږدې جګړې د پای له پاره له امریکايي چارواکو سره څو ځله خبرې او مذاکرات هم کړي دي.

AP/KH.NZ