په قطر کې مذاکرات پر یوي کلیدي موضوع له موافقې پرته ختم شوي
۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سهشنبهسرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د طالبانو او زلمي خلیزاد په مشرتوب امريکايي استازو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې رواني خبرې اترې پای ته رسیدلي دي. دغو خبرو ۱۶ ورځي دوام وکړ.
زیاته شوې ده چې که څه هم په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی، خو بیا هم پر یوې کلیدي موضوع چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش دی، موافقه نه ده شوې.
دغو خبرو ته یوې نزدې سرچینې رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «[له افغانستان څخه] د بهرنیو ځواکونو وتل او د دې تضمین چې افغانستان به د يو بل هیواد پر ضد [د برید په موخه] نه کارول کیږي، د بحثونو یوازنۍ دوې موضوعګانې وې.»
دغې سرچینې زیاته کړې ده چې تمه کیږي اوس د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، امریکا ته سفر وکړي او د خبرو د پرمختګ په اړه د دې هیواد چارواکو ته معلومات ورکړي.
تمه کیږي چې مذاکرات به د مارچ میاشتې په پای کې بیا پیل شي.
امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې د خبرو اترو له لارې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو هڅې ګړندۍ کړي دي، خو د واشنګټن مرکچیان په دې بهیر کې له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د رپوټونو له مخې طالبان اوس هم چمتو نه دي چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې اترې وکړي او په کابل کې د ولسمشر اشرف غني، په مشرتوب حکومت بیا ټینګار کوي چې د سولې هر تړون باید د افغانانو په مشرتوب او د هغوی تر منځ وي.