1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کې ۱۰۰ زرو پاکستانيانو ته د کار وړاندیز

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

قطر په ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال نړیوال جام کوربتوب کوي. دغه هيواد ويلي دي چي ۱۰۰زرو پاکستانيانو ته به په پروژو کې کارونه ورکړي. پاکستان دغه اقدام ستايلی دی.

https://p.dw.com/p/3L3Hd
WM Baustelle Katar
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې د هغو پاکستاني اتباعو چې د نړیوال جام په زیربناوو کې کار کوي د کار پر مناسبو حقوقو به یې ټینګار وکړي.

قطر چې د ګاز بډايه زیرمې لري پر لویو تعمیراتي پروژو باندې يې کار پېل کړی دی، څو د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو له پاره چمتووالی ونیسي. خو دغه هیواد د بشري حقونو او کارګرو د حقوقو د فعالانو تر څار لاندې دی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د روان میلادي کال په پېل کې د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی وو چې پر نوو اصلاحاتو سربیره قطر د وخت له کمي سره مخامخ دی او دغه سازمان د لسونو زرو مهاجر کارګرو د استثمار خبره کړې وه چې زیاتره یې د سویلي آسیا دي.

رپوټ زیاتوي چې مهاجر کارګرو ته د معاشونو د نه ورکولو، د کارفرمایانو له لوري د کارګرو د پاسپورتونو ساتل او همداشان ۱۴۸ ورځې په پر له پسې ډول کار کولو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د قطر د دې پلان چې د دغه هیواد تر ۱۰۰ زرو کارګرو ته به د کار اجازه ورکړي هرکلی کړی دی. خو هغه په عین وخت کې ټینګار کړی دی چې د نړیوال جام له پاره په کارونو بوخت کارگرو حقوقو ته باید درناوی وشي.

قریشي بروکسل ته د خپل سفر په ترڅ کې له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «البته موږ به د خپل سفارت او همداشان له استخدامونکو شرکتونو څخه وغواړو چې د [کار] ښه شرایط کيږدي.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چي دا چې پاکستاني کارګر خپله ونډه ادا کوي، نو پالنه يې هم باید وشي.

خو قطر پر دې باندې ټینګار کوي چې د کارګرو د حقوقو په برخه کې اصلاحاتو ته ژمن دی.

له کله راهیسې چې قطر د نړیوال جام د کوربه په توګه غوره شوی دی، د يوه کارگر میاشتنی معاش يې لږ تر لږه ۷۵۰ ریاله ټاکلی چې شا او خوا ۲۰۶ ډالر کیږي. پر دې سربیره یې هغه سیستم هم له منځه وړی دی چې یو کارګر باید له دغه هیواده د وتلو له پاره له خپل کارفرما څخه اجازه تر لاسه کړي.

قریشي دغه بدلونونه ستایلي دي، خو ویلې یې دي چې پاکستان به په دې برخه کې د لا ډیرو آسانتیاو غوښتنه وکړي. هغه زیاته کړې ده: «زما په آند د نورو آسانتیاو لکه صحي بیمې او دې ته وروته شیانو په هکله خبرې کیدای شي او موږ به په دې هکله خبرې وکړو.»

د اروپایي اتحادیې له جګپوړو چارواکو سره به تر ملاقاتونو وروسته قریشي د ستراتیژیکي بوختیا پلان، د دغه اتحادیې له بهرنیو چارو مسوولي فدریکا موګیرني سره لاسلیک کړي.

(S.R/N.Z(AFP

زموږ له ارشيف څخه: