1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کې په لسونو مهاجر ژغورل شوي

۱۳۹۷ دی ۱۰, دوشنبه

د مالتا سمندري ځواکونو ۶۹ مهاجر په مديترانه سمندر گې کي له ډوبيدو وژغورلي دي. د مهاجرو يو مرستندوی آلمانی سازمان هم په مديترانه سمندرګي کې د ژغورنې په ماموريت بوخت دی.

https://p.dw.com/p/3AoSd
Italien 2017 Retttung von Flüchtlingen im Mittelmeer
انځور: picture-alliance/NurPhoto/C. Marquardt

د مالتا د سمندري ځواکونو په حواله، يوه ډله مهاجر چې د دغه هيواد سويل لويديځ لور ته د ۱۱۷ مايله په فاصله کې د لرګيو په يوه کښتۍ کې سپاره ول، په بيړني حالت کې يې د مرستو غوښتنه کړې وه. په دغه کښتۍ کې ۶۹ سپاره مهاجر له ډوبيدو وژغورل شوي او مالتا ته ليږدول شوي دي.

په عين وخت کې د «Sea-Eye» په نوم مهاجرو مرستندوی آلماني سازمان د يکشنبې په ماښام خپله يوه بله کښتۍ د مهاجرو د ژغورني په موخه مديترانې سمندرګي ته واستوله.

د «پروفيسور آلبرشت پينک» په نوم دغه کښتۍ وروسته له هغې د سمندر پر لور وخوځیده چې د سمندري ځواکونو له خوا يې د مهاجرو د يوې کښتۍ د ژغورنې په اړه اطلاعات ترلاسه کړل. د مهاجرو په دغه کښتۍ کې چې ۲۴ کسان سپاره ول، په سمندر کې له ډوبېدو سره مخامخ وه.

Rostock Kutter der Regensburger Flüchtlingsinitiative Sea Eye
د Sea-Eye ژغورنکې کشتۍانځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

دا په  داسې حال کې ده چې ۱۷ نور مهاجر چې تر دې يوه ورځ مخکې (شنبه د دسامبر ۲۹مه) ژغورل شوي ول هم تر اوسه د «پروفيسور آلبرشت پينک» په کښتۍ کې پاته دي.

بله خوا د تونس سمندري ځواکونو هم پرون (یکشنبه د دسامبر ۳۰مه) د دغه هيواد په ساحلونو کې د ۴۵ مهاجرو د ژغورلو خبر ورکړی وو. ويل شوي دي چې په دغو مهاجرو کې دوې اميدواره ښځي هم شاملې دي.

د مهاجرو ليږدونکې خرابې او زړې کښتۍ اکثره وخت د مديترانې سمندرګي پر لار له مرګونې پيښو سره مخامخ کيږي. له دغې خطرناکې لاري ډير د افريقايي هيوادونو مهاجر اروپا ته د رسيدو هڅې کوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: