1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په مسکو کي د افغانستان په اړه خبري گټوري وې»

۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال، په مسکو کي د افغانستان په اړه درې اړخيزه مشورتي غونډي مثبته ارزولې. غونډه بې له افغان چارواکو د روسيې، پاکستان او چين ترمنځ رابلل سوې وه.

https://p.dw.com/p/2UvWB
Russland Außenministerium in Moskau Gebäude
انځور: picture-alliance/ZB

د افغانستان په اړه د روسيې، پاکستان او چين دريمه درې اړخيزه مشورتي غونډه د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د ډسمبر ۲۷مه) په مسکو کي وه.

په دې غونډه کي د پاکستان له اړخه د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت لومړي مرستيال عزيز احمد چودري، په مسکو کي له سپوتنيک آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «په افغانستان کي د سولي او ثبات د ټينگښت له پاره په دغه درې اړخيزه غونډه کي ډېري گټوري خبري وسوې.»

هغه ويلي دي چي په غونډه کي پريکړه سوې ده چي دغو مشورتي غونډو ته به دوام ورکړي او تر دې وروسته به د افغان حکومت چارواکي هم راوبولي.

دغه ديپلومات تر غونډي وروسته په یوه خبري کنفرانس کي وويل چي پاکستان هيله لري چي افغان چارواکي او وسله وال طالبان به د سولي راوستلو په موخه د خبرو اترو مېز ته سره کښېني: «موږ هيله لرو چي طالبان به له وخت څخه په گټي اخيستني سره له افغان چارواکو سره د سولي د خبرو اترو مېز ته سره کښېني.»

چودري دغه راز وويل: «افغان حکومت بايد د پخلايني له پاره اجماع رامنځ ته کړي.»

د انترفکس خبري آژانس د راپور له مخي په دغه غونډه کي په افغانستان کي د امنيتي وضعيت او په دغه هيواد کي د داعش ډلي د فعاليت د پراخېدو په اړه اندېښنو باندي بحثونه وسول.

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف هم تر غونډي وروسته ويلي دي چي د دغه شان غونډو د پراخېدو له پاره د غونډي درې سره اړخونه (روسه، چين او پاکستان) پر دې سره سلا سوي چي نور افغان چارواکي هم ور وبولي.

تر دغي غونډي مخکي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني د سه شنبې په ورځ په کابل کي رسنيو ته ويلي ول چي افغان چارواکي په مسکو کي د افغانستان په اړه د درې اړخيزه غونډي پايلو ته خوشبينه نه دي.

مستغني ويلي دي، په دغه غونډه کي چي بې له افغان چارواکو رابلل سوې ده، د افغانستان د اوسني وضعيت رښتنی انځور به وړاندي نه سي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي، که چيري دغه شان غونډي ښې پايلي هم ولري، د افغانانو ترمنځ سختي پوښتني راپورته کوي.

تر دې مخکي د افغانستان د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي دغه شان غونډي په زغرده د افغانستان په کورنيو چارو کي مداخله بللي.