1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مونشن کې د امنيتي کنفرانس اهميت څه دی؟

۱۳۹۷ بهمن ۲۶, جمعه

د مونشن امنيتي غونډه دغه ښار د لږ تر لږه ۴۸ ساعتو له پاره بېړني حالت ته ورته وضعيت ته راولي. خو دغه غونډه ولې دومره اهميت لري؟

https://p.dw.com/p/3DQIn
Deutschland Münchner Sicherheitskonferenz
انځور: Imago/S. Zeitz

د «بايريشر هوف» په نوم يوه لوکس هوټل کې اصلي کنفرانس دايريږي. دغه ځای له مشهور مارين پلاڅ په نوم واټ او د پلي تګ له ساحې سره څېرمه پروت دی. دغه کنفرانس د جمعې په ورځ د غرمې په وخت شروع کيږي او د يکشنبې په ورځ د غرمې په وخت پای ته رسيږي. خو د اصلي کنفرانس مخکې او وروسته هم ډيري نوري غونډې نيول کيږي چې د بهرني او امنيتي سياست پر موضوعاتو څرخي. دغسې غونډې د مونشن ښار په بېلابېلو برخو کې جوړيږي.

په دغه غونډه کې څوک ګډون کوي؟

د کنفرانس مشر ولفګانګ ايشينګر تمه لري چې سږ کال به ۶۰۰ کسان ونډه واخلي چې دا به نوی رېکارډ وي. د هغوی په منځ کې تقريبا ۳۰ دولتي او حکومتي مشران دي. سربيره پر هغوی تقريبا ۹۰ تنه وزيران هم له ټولي نړۍ څخه ورته رابلل شوي دي.

د آلمان د صدراعظمي انګلا ميرکل تر څنګ ښايي د متحده آيالاتو مرستيال ولسمشر، مايک پېنس، په مونشن کې تر ټولو مشهور ويناوال وي. د امريکا له متحده آيالاتو څخه به ښايي سربېره پر دې د دفاع سرپرست وزير، پاتريک شانههان او د استازو د مجلس ويانده، نانسي پېلوسي، هم ورته راشي.

Deutschland Münchner Sicherheitskonferenz
انځور: Imago/S. Zeitz

د هغوی تر څنګ د متحده آيالاتو د ولسمشر لور ايوانکا ترمپ او د هغې مېړه جارد کوشنر هم ښايي ګډون وکړي. خو ځينو مشهورو کسانو لکه د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون او د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو په کنفرانس کې د نه ګډون تصميم نيولی دی.

پر کومو موضوعګانو باندي خبرې کيږي؟

د موضوعاتو ليست خورا ډېر اوږد دی. د اروپا له راتلونکي څخه نيولې د اتلانتيک د دواړو غاړو تر اړيکو او د بې وسلې کولو د آی ان اف (ANF) تړون له لغوه کېدو څخه تر ايرانه پوري به ښايي ډېر څه تر بحث لاندې ونيول شي.

چين د نوي نړيوال قدرت په توګه هم يوه موضوع ده او همداراز کړکېچني سيمې لکه د نزدې ختيځ کشاله او افغانستان هم د موضوعاتو په فهرست کې شامل دي.

پوليس د مېلمنو د ډېروالي له کبله غواړي چې سږ کال زيات ځواکونه موظف کړي. ټول ټال ۴۴۰۰ مامورين سږ کال د مونشن د کنفرانس امنيت تضمينوي، په داسې حال کې چې پروسږ کال ۴۰۰۰ پوليسو دغه وظيفه پر غاړه درلوده. يوې کيڼ اړخي ټلوالې د هر بل کال په څېر سږ کال هم د امنيتي کنفرانس پر ضد احتجاجي لاريونونو ته بلنه ورکړې ده.