1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې هر دويم تنکی ځوان په ښوونځي کې زور زياتی تجربه کوي

۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

په ټوله نړۍ کې د تنکيو ځوانانو نیمايي يې په ښوونځيو کي تیری زغمي. يونيسف خبردارې ورکوي چې زورونه او يا تاو تريخوالې په اوږده موده کې د ژور خفګان او ان د ځان وژنې سبب ګرزي.

https://p.dw.com/p/355xS
Mobbing Symbolbild
انځور: Imago/photothek/U. Grabowsky

په ټوله نړۍ کې هر دويم ځوان له ۱۳ کلنۍ نه تر پنځلس کلنۍ پورې په ښوونځيو او يا ورته چاپيريال کې له خپلو همزولو څخه زورونه او تیرې کونکی چلند تجربه کوي. د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق يونېسف د رپوټ له مخې په شتمنو او فقیرو هيوادونو کې تقريبا ۱۵۰ ميليونه تنکي ځوانان له دغه وضعيت څخه اغیزمن شوي دي.

دغه راز تيره مياشت په ورته شمیر کې  تنکيو ځوانانو له خپلو همزولو څخه ازار او زورونه زغملې ده. د تیر کال په بهير کې هم همدغه شمير تنکيو ځوانانو په ښوونځيو کې فزیکی زور زياتې ليدلی دې.

د يونېسف اجرایوی مديره هنریته فور وايې: « زده کړه د سوکاله ټولنې د رامنځته کولو کلي ده.» خو هغه زياتوي چې سره له دې په ټوله نړۍ کې  دغه ښوونځې د نجونو او هلکانو له پاره امن ځایونه نه دي او زده کونکي په دغه چاپيريال کې له زور زیاتي، جنسی زورونې او کله هم له وسله وال تيرې سره مخ کيږي. هنریته فور زیاته کړي:

«دغه ډول چلند په لڼد مهال کې د زده کړې بهیر ګډوډوي او په اوږده موده کې کېدلای شي چې د ژور خفګان،ناامیدۍ، ويرې او ان د ځان وژنې سبب وګرځي.»

يونیسف د ټولې نړۍ له ښوونځيو څخه غوښتنه کړي چې چېد دغه ډول کړنو د مخ نيوی له پاره لازم اقدامات ترسره کړي.  

  د آلمان په ښوونځيو کی وضعیت څه ډول دې؟

د یونیسف په رپوټ کې راغلي چې په ۳۹ صنعتی هیوادونو کي په منځنۍ توګه له لسو تنو څخه يې دري تنو اعتراف کړې چې د خپلو ټولګی والو له خوا زورول کيږي. د آلمان د ماشوم ساتنې بنسټ د رپوټ له مخې د تنکیو ځوانانو يو په دريم يې چې عمرونه يې د ۱۲ او ۱۹ کلونو تر منځ دي، په دې هيواد کې ليدلي چې په څه ډول يې دوستان او آشنايان د انترنت يا موبایل له لارې زوریدلي.

Deutschland Symbolbild Gewalt an Schulen
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

خو په آلمان کې په ښوونځيو کې د زورونو سم شمیر روښانه نه دې. د ماشوم ساتنې بنسټ اجرایوی مدیره کوردو لاسنر تيتڅه، وايې:« څيړنې څرګندوي چې له نویمې لسيزې تر اوسه  په ښوونځيو کې تاوتریخوالی کم شوی دی. خو په ځينو ايالاتونو کې د زورونو شمير زياتوالې ښيې.»

هغه زياتوي چې د زده کونکو تر منځ يو مثبت تمايل دادی چې دوی له خپلو شخصي معلوماتو سره لکه د موبایل شمیره او په ټولنيزو شبکو کې په ډير احتیاط سره عمل کوي چې دا کار د موبایل يا انترنت له لاری  ازار او زورونه محدودوي. تيتڅه زياتوي چېسره له دې ميندې او پلرونه باید په لومړی سر کې خپلو ماشومانو ته لارښوونه وکړی چې خپل شخصي معلومات چاته ورنه کړي.  

ښوونځي په جګړه کي د ښکيل ډلو هدف

د نړۍ په نورو هيوادونو کې وسله وال تاو تريخوالې هم د ښوونځيو له پاره يوه جدی ستونزه ده. په جګړه ځپلو سيمو کې په نښتو کي ښکيل خواوی مدام ښوونځي خپل هدف ګرزوي. په ۲۰۱۷ کال کې تقریبا ۴۰۰ ښوونځي په کانګو،۶۷ ښوونځي په سوریه،۲۶ ښوونځي په سويلی سوډان او ۲۰ ښونځي په يمن کې تر بريدنونو لاندې راغلي دي.

 سربیره پر دې نږدي ۷۲۰ ميلونه د ښوونځي په عمر کې ماشومان په هغه هیوادونو کې ژوند کوي،چې هلته په ښوونځيو کې بدنی سزا منع نه ده. یونيسف د دغه ډول زورولو د مخ نیوي له پاره د قوانينو جوړول چې ماشومانو څخه ساتنه وشی لکه د امنيت له پاره د مخ نيوی پروګرامونو باندی د پانګونې غوښتنه  کړې.

dpa, epd, UNICEF (H.H/B.S)

زموږ له آرشيف څخه: