1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند او کندهار کې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۶ آذر ۲۶, یکشنبه

افغان چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ په جنوبي هلمند ولایت کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته باندې د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۱ افغان پولیس وژل شوي.

https://p.dw.com/p/2pVWy
Afghanistan Autobomben-Anschlag der Taliban auf einen Militärkonvoi
آرشيف انځورانځور: Reuters

دغه برید چې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې د خونړیو بریدونو تر ټولو وروستۍ پیښه ده او پر دوو امنیتي پوستو ترسره شوی دی، مسوولیت یې وسلوالو طالبانو منلی دی. د رپوټونو په حواله طالبانو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د قلعه سنګ په سیمه کې د یکشنبې ورځ په سهار وختي مهال دغه بریدونه ترسره کړي دي.

د هلمند ولایت والي د فرانسې خبري آژانس ته د برید په هکله وویل: «زموږ پولیسو له هغوی [طالبانو] سره مقاومت کړی، خو له بده مرغه زموږ ۱۱ پولیسو سرتیري شهید او ټپیان شوي دي.» نوموړي همدا راز زیاته کړه چې تر برید وروسته جنګیالی بیرته تښتیدلې دي. په عین وخت کې د هلمند ولایت امنیه قوماندان غفار صافي ویلي چې په دې نښته کې د طالبانو ۱۵ جنګیالي هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو ۱۶ کلونو له جګړې وروسته، په افغانستان کې یاغیان د بیا غښتلي کیدو په حال کې دي او پر دولتي ځواکونو یې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی.

د یکشنبې په ورځ د هلمند د ګاونډي ولایت کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې یوه موټر بم برید په کندهار ولایت کې د ناټو ځواکونو یو کتار په نښه کړی چې په پایله کې یې لږ تر لږه یوه میرمن او څلور نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

په کابل کې میشت د ناټو ځواکونو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته د برید په تړاو ویلي چې دوی لا تر اوسه پورې د دې برید په هکله د رپوټونو په را ټولولو بوخت دي.