1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ورستیو لسو کلونو کې د افغانستان د جګړې تلفات

۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعه

پوره لس کاله پخوا د اکتوبر پر اوومه نیټه متحده ایالاتو، چې د نړیوالې ټولني ملاتړ یې هم د ځان سره درلود پر افغانستان خپل هیوايې بریدونه پیل کړل. په افغانستان کې رواني جګړي یوازې تیر کال ۲۷۷۷ ملکي افغانان وژلي دي

https://p.dw.com/p/12nfC
په افغانستان کې د تلفاتو شمیر ورڅ تر بلي ډیریږي
په افغانستان کې د تلفاتو شمیر ورڅ تر بلي ډیریږيانځور: AP

د افغانستان جګړې نړیوالي ټولني او په خاصه توګه متحده ایالاتو ته ډیر لوړ مالي تاوان اړولی. خو دا ددې جګړې یوازینی اړخ نه دی. د افغانستان جکړي نړیوالي ټولني او د افغانستان خلکو ته ډير لوړ ځاني تاوان هم رسولی دی.

که څه هم د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلې احصایې د ډیرو سازمانونو له خوا تر سره کیږي، خو د دغو احصایو لخوا په وړاندې سویو ارقامو کې بیا ډیر وخت توپیر وي. د روانې جګړي د ملکي تلفاتو په اړه خو آن تر ۲۰۰۷ کاله دقیق معلومات نه سته. په افغانستان کې ملکې تلفات د ډیرو ادارو لخوا د دغې نیټې څخه را په دیخوا ثبت سوي دي.

د ۲۰۰۱ کال د اوکتوبر د میاشتي د اوومې نيټی څخه د ۲۰۱۱ کال د اګست د میاشتي تر پایه پوري په افغانستان کې ۱۶۷۸ امریکایې سرتیری وژل سوي دي. په ۲۰۰۱ کال کې یوازی ۱۱ امریکایې سرتیرو په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه وکړي وو.

په افغانستان کي د وژل سويو برتانوي عسکرو تابوتونه
په افغانستان کي د وژل سويو برتانوي عسکرو تابوتونهانځور: AP

خو دغه شمیره بیا په ۲۰۱۰ کال کې ۴۹۹ تنو ته لوړه سوي وه، چي څه نا څه ۴۵ واري ډیر والې ښیې، او ۱۳۰۱۱ امریکایې سرتیري ټپیان سوي هم ول.

پر متحده ایالاتو سربیره بیا نورو هیوادونو هم په افغانستان کې خپل ۹۱۷ سرتیري له لاسه ورکړي دي. د دغو هیوادونو په ډله کې د برتانيې  ۳۷۷ سرتیري، کاناډا ۱۵۸ او فرانسه دا ۶۹ سرتيري وژل شوي دي.

د افغانستان په دې جگړې چي اوس هم روانه ده په تيرو لسو کلونو کي د افغان امنیتی ځواکونو او ملکیانو د تلفاتو په اړه د ۲۰۰۷ کال څخه را په دیخوا ارقام په لاس کې سته. تر دغي مودي مخکي شمېرې په ډیرو مواردو کې د اټکلونو پر بنسټ ولاړ دي.

د ۲۰۰۷ کال څخه د ۲۰۱۱ کال د اګست د میاشتي تر پای پوري د افغان ملي اردو ۱۷۳۴ سرتیري او ۳۴۷۶ ملي او محلي پولیس په جګړه او بیلابیلو پیښو کې وژل سوي، او ۱۴۲۶۸ افغان امنيتي ځواکونه ټپیان سوي هم دي.

په خوست کي د وژل سويو ملکي وگړيو جنازې
په خوست کي د وژل سويو ملکي وگړيو جنازېانځور: DW

د افغانستان د جګړې یو له ډیر جنجالي او خواشیني کونکو حقیقتونو څخه ملکي تلفات دي.په افغانستان کي ملکي تلفات د جګړې د ټولو اړخونو لخوا رامنځ ته کیږي. د ۲۰۰۷ کال څخه د ۲۰۱۱ کال د جون د میاشتي تر پايه پوري په بېلابېلو پیښو کي ۱۰۲۹۲ ملکي افغانان وژل سوي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي رواني جکړي یوازي په ۲۰۱۰ او ۲۰۰۹ مو کلونو کي ۷۹۰۹ ملکيان ټپیان سوي هم دي.

په افغانستان کي پر ډيرو لاسته راوړنو اوس هم جگړه روانه ده. د دولت مخالفین د هري ورځي په تیریدو سره لا پیاوړي کيږي، او د هري ورځي په تيريدو سره په جگړه کي د ملکي وگړو د قربانيو شمېر ډيريږي.

د یوناما رپوتونه/ ای کژولتیز/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل