1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «تحریک لبیک» مذهبي ډلې مشر نیول شوی

۱۳۹۷ آذر ۳, شنبه

په پاکستان کې د عیسوۍ میرمنۍ آسیا بي بي د آزادیدو په اړه د محکمې د پریکړې په غبرګون کې تر پراخو احتجاجونو وروسته، د «تحریک لبیک» مذهبي ډلې مشر خادم حسین رضوي نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/38q8Y
Pakistan Khadim Hussain Rizvi, Tehrik-e-Labaik-Partei in Lahore
انځور: Reuters/M. Raza

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په تویتر کې لیکلي دي چې د دغه هیواد د «تحریک لبیک» مشر خادم حسين رضوي د جمعې په ماښام (د نومبر میاشتې په ۲۳) نیول شوی دی. رضوي د عیسوۍ میرمنې آسیا بي بي د بی ګناه بللو او آزادیدو په اړه د پاکستان د سترې محکمې د حکم په غبرګون کې خپل پلویان پراخو احتجاجونو ته وربللي وو.

خو د پاکستان د حکومت په حواله د دغه مذهبي مشر نیول کیدل د آسیا بي بي له قضیې سره ارتباط نه لري. فواد چوهدري زیاته کړې ده چې پولیسو هغه نن د شنبې ورځې له پاره د یوې اعلان شوې مظاهرې په خاطر په حفاظتي بند نیولی او یو میلمستون ته انتقال شوی دی. دغه اقدام د عامو خلکو د مال او ژوند د خوندیتوب او د بې نظمۍ له رامنځته کیدو څخه د مخنيوي په خاطر شوی دی.

د اطلاعاتو وزیر ډاډ ورکړ چې د رضوي نیونه د آسیه بي بي د قضیې بهیر پورې هیڅ ارتباط نه لري، ده هغه په خبره قانون بايد عملي شي او نه دا چي اختيار يې افراد په لاس کي واخلي.

د آسیا بي بي قضیه په نړیواله کچه د خلکو پام ځان ته اړولی دی. نوموړې اته کاله مخکې د اسلام دیني مقدساتو ته د سپکاوي په جرم د اعدام په سزا محکومه شوې وه او د هغه وخت راهیسې په زندان کې وه.

د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان سترې محکې پر دې لګول شوي تورونه بی بنسټه وبلل او د آسیا بي بي د آزادولو حکم یې صادر کړ. خو د مذهبي ډلو د پراخو اعتراضونو له امله هغه په دې ونه توانیدله چې له خپل هیواد څخه ووځي.

د جمعې په ورځ په خپره شوې یوه ویډیو کې د «تحریک لبیک» مذهبي ډلې یوه استازي یو وار بيا د مظاهرو له پاره غږ کړی دی.