1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې واک ته د رسيدو له پاره مبارزې

۱۳۹۷ تیر ۳۰, شنبه

د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې دوو مطرح سياستوالانو د خلکو ډیر پام ځان ته اړولی دی. له دوی څّخه يو يې نوازشريف دی چې اوس په بند کې دی، خو کيدای شي تر انتخاباتو وروسته هغه له بنده خوشې شي.

https://p.dw.com/p/31rEd
Wahlkampf Karatschi Pakistan
انځور: DW/U. Fatima

 نواز شريف تر دې مخکې درې ځله د پاکستان د لومړي وزير په توګه پاتې شوی دی.  په ۱۹۸۰ لسيزې او د ۱۹۹۰مې لسيزې په لمړيو کې د هغه سياسي برياوې د پوځ له ملاتړ پرته شونې نه وې. شريف په ۱۹۹۹م کال کې د هغه وخت د پوځ د مشر جنرال پرويز مشرف له خوا د يوې غير خونړۍ کودتا په نتيجه کې له واکه لرې شو. هغه د دې ژمنې په پايله کې چې نور به تر لسو کلونو پورې د پاکستان په خاوره کې پښه نه ږدي؛ سعودي عربستان ته د تلو اجازه ترلاسه او هلته په تبعيد کې اوسيده.

خو هغه اته کاله وروسته بيرته پاکستان ته راغی او د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې بينظير بوټو سره متحد شو. هغوي په ګډه د «دموکراسۍ تړون» په نوم یو تړون لاسليک کړ. دا يو داسې سياسي پروګرام وو چې په پام کې وو پر مټ يې د ځواکمن پوځ قدرت راکم کړي. خو بوټو تر دې لږ وروسته د ۲۰۰۷م کال په دسامبر کې د خپلو انتخاباتي کمپايونو پر مهال ووژل شو.

 پوځ سره د شريف لږ اشنايي

London Pakistan Nawaz Sharif Tochter Maryam Nawaz
نواز شريف او د هغه لور مريمانځور: Getty Images/AFP/T. Akmen

شريف د ۲۰۱۳م کال په پارلماني انتخاباتو کې د پوځ له مداخلې پرته بريالی شو. له دغې بريا څخه په پاکستان کې په دې عنوان چې په دغه هيواد کې واک د لومړي ځل له پاره له يوه ملکي حکومت څخه بل ملکي حکومت ته د پوځ له مداخلې پرته ليږدول کيږي، لمانځنه وشوه. دا هغه وخت وو چې شريف د پوځ د ګټو په مقابل کې په يو ښکاره بهتره موقف کې قرار درلود.

په دې ترتيب شريف هڅې وکړې تر څو له هندوستان او د هغه له لومړي وزير نريندرا مودي سره ښې دوستانه اړيکې رامنځ ته او په ټوله کې د پاکستان بهرنی سياست په خپل کنترول کې راولي.

د ناظرانو په آند، د پاکستان پوځ هڅې پيل کړې تر څو نوازشريف له واکه لرې او غچ واخلي. تيرکال د پاکستان سترې محکمې نوازشريف دې ته اړ کړ چې له واکه ګوښه شي. بلاخره د جولای مياشتې په پيل کې شريف د فساد پر وړاندې د مبارزې په يوې ځانګړې محکمې کې په لس کاله بند محکوم شو. د شريف پر وړاندې دغه دواړه اقدامات د پاناما اسنادو د مالي فساد په قضيه کې د هغه او د هغه د کورنۍ د لاس لرلو په دليل ترسره شول.

تيره اوونۍ شريف له خپلې لور مريم سره چې هغه هم په بند محکوم شوې ده، له لندنه پاکستان ته راوګرځيد. هغوی له رسيدلو سره سم په راولپنډۍ کې بنديان شول. په احتمالي توګه دغه اقدام به په راروانو انتخاباتو کې د شريف مسلم ليګ ګوند له پاره د بريا چانس ډير کړی وي. ناظران وايي که چيرته دغه ګوند بريالی او حکومت جوړ کړي، په هغه صورت کې به شريف بيرته له زندانه آزاد شي.

Wahlkampf Karatschi Pakistan
عمران خانانځور: DW/U. Fatima

د عمران خان پر له پسې چانس؟

 په دې ترتيب داسې ښکاري چې د عمران خان ګوند هم په دغو انتخاباتو کې ښه چانس لري. عمران خان په ۱۹۹۰مې لسيزه کې د کرکيټ په ورزش کې د پام وړ برياوې ترلاسه کړې او ډير وځليد. عمران خان تر هغه وروسته عام المنفعه فعاليتونو ته مخه کړه. هغه له دې لارې ډيرې بسپنې ترلاسه او په لومړي ځل يې په پاکستان کې د سرطان ناروغۍ کلينيک تاسیس کړ.

عمران خان وروسته د تحريک انصاف ګوند په جوړولو سره د پاکستان ملي سياسي ډکر ته وردننه شو. هغه ژمنه وکړه چې په ټول پاکستان کې موجود پراخ ملي فساد ته به د پاي ټکی ږدي. هغه دغه راز د پاکستان پر مهمو ګوندونو؛ لکه د بينظير بوټو د خلکو او د نوازشريف مسلم ليګ پر ګوندونو باندې هم نيوکې وکړې. هغه دغه ګوندونه په پاکستان کې د موجوده ټولو ناخوالو او خراب وضعيت اصلي مسئولان وبلل. عمران خان دغه ګوندونه د بيلګې په توګه په پاکستان کې د بريښنا د جریان د پرې کيدو، بيکاري او اقتصادي رکود ستونزو د رامنځته کيدو اصلي لاملانو په توګه ښودلي دي.