1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په پښتونخوا کې چاودنه او په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید

۱۳۹۷ آذر ۲, جمعه

د پاکستان د پولیسو په وینا په خیبر پښتوانخوا ایالت کې په مارکیټ کې شوې یوې چاودنې ۳۱ کسان وژلي دي. تر دې دمخه په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید وشو.

https://p.dw.com/p/38log
Pakistan Angriff auf chinesisches Konsulat in Karachi
انځور: Reuters/A. Soomro

د ځایي پولیسو یوه چارواکي طاهر علي ویلي دي د خیبر پښتونخوا ایالت په اورکزۍ سیمه کې د کلایا په سیمه کې په یوه مارکیټ کې چاودنه شوې ده. دغه سیمه د افغانستان پولې ته نزدې پرته ده.

د پولیسو د نوموړي چارواکي په خبره زیاتره قربانیان شیعه مسلمان اقليت دي. په چاودنه کې۵۰ تنه ټپیان شوي هم دي، چې د ځینو وضعیت کړکیچن بلل شوی او ښایي د وژل شوو کسانو شمیر لوړ شي. 

د نوو رپوټونو له مخې په دغه چاودنه کې چې انفجاري توکي د سبزۍ په یوه کریټ کې ځای پر ځای شوي وو، د وژل شوو کسانو شمیر ۳۱ تنو ته لوړ شوی دی. په ځیني رپوټونو کې د ۲۶ تنو د وژل کیدو خبره کیږي.

د طاهر علي په خبره ځایي چارواکو د سیمې په روغتونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی، څو د ټپیانو درملنه وشي. اورکزۍ سیمه په وروستیو کلونو کې د یاغیانو د بریدونو هدف ګرځیدلې ده چې د زیاتره بریدونو هدف سني یاغیانو پر غاړه اخیستی دی.

په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه هیواد امینتي ځواکونو په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ باندې د یاغیانو د یوه برید هڅه ناکامه کړې ده.

Pakistan Angriff auf chinesisches Konsulat in Karachi
انځور: Reuters/A. Soomro

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، ویلي دي چې د جمعې د ورځې برید د پاکستان او چین تر منځ ته د اوږدې مودې دوستۍ پر ضد یوه «توطیه» ده. هغه د «پاکستان دښمنانان» د دغه برید مسئول وبلل.

شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې تر برید وروسته د چین ټول دیپلوماتان او پرسونل «خوندي ځای» ته لیږدول شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي چې درې وسله وال چې پر قونسلګرۍ باندې یي بريد کاوه، له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. تر دې دمخه دوه پولیس افسران د برید کوونکو په یرغل کې ووژل شول.

د عامر احمد په نوم د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې د چین ټول دیپلوماتان او د قونسلګرۍ کارکوونکي خوندي دي او د برید پر مهال ورته کوم زیان نه دی اوښتی.

د «بلوچ لبریشن آرمي» په نوم د بلوڅانو یوې بیلتون غوښتونکي ډلې د دغه برید مسئولت پر غاړه اخیستی دی او د درو برید کوونکو انځورونه یي خپاره کړي دي.

تر دې دمخه پولیسو پر قونسلګرۍ د برید رپوټ ورکړی وو. په انځورونه کې لیدل کیدل چې د قونسلګرۍ له ودانۍ څخه لوګی پورته کیږي. قونسلګري د چین د قونسل او نورو دیپلوماتانو د هستوګنې ځای هم دی.

په لومړۍ سر کې چارواکو ویلي وو چې برید کوونکو لومړی د قونسلګرۍ پر ساتونکو فیرونه وکړل او بیا وروسته په دې وتوانیدل چې د قونسلګرۍ له عمومي دروازې تیر شي.