1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳, دوشنبه

د چین په جنوب کي د پرله پسې بارانونو له امله سخت سیلابونه رامنځته سوي دي. په لسونو زره انسانان خوندي ځایونو ته انتقال سوي دي.

https://p.dw.com/p/4f2c2
China Guangdong 2024 | Evakuierung aus überschwemmten Gebieten in Qingyuan
انځور: CNS/AFP/Getty Images

د چین خبري آژانس شینهوا، د معلوماتو له مخي، د دغه هیواد په گوانگ دونگ ولایت کي د دوشنبې په ورځ سیلابونو له امله یوولس کسان لادرکه سوي دي. د چين په دولتي رسنیو کي ويل سوي دي چې دا د دې پیړۍ تر ټولو خطرناک سیلابونه دي. د دغو سیلابونو له امله په لسونو زره انسانان خوندي ځایونو ته انتقال سوي دي.

د گوانگ دونگ ولایت په زیاتره برخه کي له ورځو راهیسي د سختو بارانونو له امله په مرغلرو سیند دلتا کې اوبه ډېري او ترې اوښتي دي. شینهوا خبري آژانس د چين د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې په حواله ليکلي دي، چي په ټول ولایت کي څه د پاسه ۵۳ زره انسانان د احتیاط له پاره ډاډمنو ځایونو ته انتقال سوي دي. کينګيان ښار چې د بای جيانګ د رود پر غاړه پروت دی او تر ۴۵ زره اضافه انسانان ترې ايستل سوي، تر ټولو سخت اغیزمن سوی دی.

China Guangdong 2024 | Überflutete Straßen nach Starkregen in Qingyuan
د گوانگ دونگ په ولایت کی سړکونه تر اوبو لاندي سوي ديانځور: AFP/Getty Images

همدارنګه د دوشنبې په ورځ هم بارانونو دوام درلود. د چین د هوا پیژندنې ادارې د گوانگ دونگ په ساحلي سیمه او همدارنگه لویو ښارونو لکه هانگ کانگ او شیان چین کي د سختو بادونو او خرابي هوا له امله خبرداری ورکړی دی. همدارنگه په گاونډیو ولایتونو فوجیان، گوئیژو او گوانگشي کي هم د سختو بارانو له امله خبرداری ورکړل سوی دی.

په چین کي د مرغلرو سیند دلتا چي د دغه هیواد صنعتي هسته ده، د شاوخوا ۱۲۷ میلیونو وګړو په درلودلو سره له ګڼ میشتو سیمو څخه بلل کیږي. په جیانگ وانگ ښار کي د یکشنبې د ورځي سختو بارانونو مځکې ښویدني هم رامنځته کړې دي چي له امله یې ۶ کسان ټپیان سوي دي.

چین په تیرو کلونو کي هم د سختو سیلابونو، وچکالۍ او همدارنګه سختو ګرمیو له امله اغیزمن سوی دی. د انسانانو په لاس اقلیمي بدلون د دې سبب سوی دی چي آب و هوا پیښې به وار په وار زیاتې او لاپسې شدیدي سي. چین په نړۍ کي د گلخانه يي گازونو ستر تولیدونکی هیواد دی.

   GP/NZ/AG