1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرګی بريد نه، په وسله تون کي چاودنه وه

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۱, پنجشنبه

د افغان امنيتي ځواک په يوه وسله تون کي چاودني د پنجشنبې ورځي په سهار کابل ولړزاوه. تر چاودني وروسته سخته وارخطايي رامنځته سوې او د امريکا په سفارت کي د خطر زنګ وهل سوی دی.

https://p.dw.com/p/1AXj2
انځور: Reuters

په کابل کي دغه قوي چاودنه د ايساف عمومي قرارګاه ته نژدې په هغه سيمه کي رامنځته سوې ده چي ډيری سفارتونه او نړيوال سازمانونه موقيعت لري. په کابل کي ايساف ځواکونو تاييد کړې ده چي دغه چاودنه يې تر مرکزي دفتر دباندي سوې ده.

په کابل کي د امريکا متحده ايالاتو سفارت د خطر زنګ ږغولی او خپلو کارکوونکو ته يې لارښوونه کړې ده چي ځانونه خوندي کړي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل په کابل کي رسنیو ته ويلي دي چي «دا يو تصادف دی نه د دښمن يو عمل.» هغه زياته کړه ده: «دغه پيښه د چاودنېدونکو موادو په يوه زېرمه تون کي رامنځ ته سوې ده. دا يو تصادف وو. په پيښه کي څوک نه دي وژل سوي خو مالي تاوان يې اړولی دی.»

د افغانستان د ملي امنيت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، په کوم ځای کي چي چاودنه رامنځ ته سوې ده هغه د (DIAG) يا غير قانونوي وسلو د له منځه وړلو په پروګرام پوره اړه لري. په دغه وسله تون کي هغه چاودېدونکي مواد هم زېرمه سوي ول چي په دې نژدې وختونو کي له وسله والو طالبانو څخه نيول سوي ول.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم دا خبره تاييد کړې ده چي دا يو تصادف وو.

دغه چاودنه يوه ورځ وروسته له هغه رامنځته کيږي چي د کابل نړيوال هوايي ډګر ته نژدې چي هلته د ناټو يو لوی مرکز دی، د ناټو په چوکاټ کي د آلماني ځواکونو پر کاروان باندي ځانمرګی بريد وسو.

په افغانستان کي د آلماني ځواکونو يوه وياند وويل چي په پيښه کي چا ته زيان نه دی رسېدلی. خو وسله وال طالبان چي د تلفاتو په برخه کي هر وخت مبالغه کوي ويلي دي چي د ناټو عسکر يې وژلي دي.

د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه لېږل سوي برېښناليک کي ويلي دي چي په دغه ځانمرګي بريد کي دوه موټره ويجاړ سوي او د ناټو «لس تنه عسکر وژل سوي دي.»

خو په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ويلي دي چي په دغه پيښه کي يوازي ځانمرګی بريد کوونکی وژل سوی دی او بل چاته تاوان نه دی رسېدلی.

د پلان له مخي به ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان کي ووځي او تر هغه وروسته به په دغه هيواد کي يو بل روزنيز ماموريت پيل سي. خو دغه ماموريت اوس د کابل او واشنګټن په دوه اړخيز امنيتي تړون پوري تړلی دی.

دغه دوه اړخيز امنيتي تړون تر اوسه پوري د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا نه دی لاسليک سوی.