1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د تیرې شپې چاودنې لس تنه وژلي دي

۱۳۹۷ آذر ۸, پنجشنبه

د افغان چارواکو په وينا په کابل کې د یوه بریتانوي امنیتي شرکت د باندې درنې چاودني لس کسان وژلي دي. طالبانو د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/3969d
Afghanistan Kabul Anschlag
انځور: picture-alliance/AP Photo

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د چهارشنبې په ماښام په کابل کې پر امنیتي شرکت باندې شوی برید د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د ټولو برید کوونکو په وژلو سره پای ته رسیدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي دي چې د پنځو برید کوونکو په گډون په دغه پيښه کې ۱۵کسان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د بهرنیانیو په گډون ۲۹ کسان نور ټپیان شوي دي. خو د بهرنیانو هویت لا تر اوسه په ډاګه شوی نه دی.

په عین وخت کې د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي چې د دغي پيښي پيل تير ماښام یوه ځانمرګي بریدګر په خپل موټر چاودلو سره کړی چي وروسته بيا برید کوونکو پر ودانۍ هجوم وروړ. دغه برید د پنجشنبې په سهار څلور نیمي بجې پای ته رسیدلی دی.

تر دې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د کابل پولیسو ویلي ول چې چاودنه د یوه موټر بم په واسطه رامنځ ته شوې ده چې هدف یي د کابل په ختیځ کې د GS4، په نوم د یوه بریتانوي امنیتي شرکت ودانۍ وه.

د نوموړي شرکت یوه ویاند په لندن کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «موږ په کابل کې، زموږ د شرکت پر یوې څانګې بريد تائیدوو.»

افغان چارواکو هم ویلي ول چې دوی د پيښې په ځای کې تصفیوي عملیات کړي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح د فرانسې خبري آژانس ته پرته له دې چې د قربانیانو هویت په ډاګه کړي ویلي دي چې «د پيښې له ځای څخه ۱۰ جسدونه او ۱۹ ټپیان راایستل شوي دي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د مرګ ژوبلې دغه ارقام تائید کړي ول، خو خبرداری یي ورکړی وو چې ښایي دغه شمیر بدلون ومومي.

تر دې دمخه سرچینو ویلي ول چې تر چاودنو وروسته د پيښې په ځای کې د ډزو اوازونه اوریدل شوي دي.

د GS4، امنیتي شرکت د انټرنټپاڼې د معلوماتو له مخې دغه شرکت په کابل کې د بریتانيا د بهرنيو نمایندګیو او کامن ویلت د دفترونو او دیپلوماتانو امنیتي چارې پر مخ وړي. د دغه برید مسئولیت د ټویټر په یوه پیغام کې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.