1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کابل کې د مظاهرو په ترڅ کې۴ تنه وژل شوي»

۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبه

په کابل کې د یوه محلي قوماندان د نیول کیدو پر ضد مظاهرو په ترڅ کې د روغتون چارواکي د څلورو کسانو د وژل کیدو او ۱۳ د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. دغه قوماندان د یکشنبې په ورځ ملي امنیت ادارې نیولی دی.

https://p.dw.com/p/38vGi
Afghanistan Sicherheitskräfte in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یکشنبې په ورځ د دغه قوماندان تر نیول کیدو وروسته په کابل او د افغانستان په ځينو نورو سیمو کې لاریونونه وشول. د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي چې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې د پولیس او احتجاج کوونکو تر منځ پکښې اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. په کابل او بامیان کې د احتجاجونو له کبله پولیس او دوه روغتونونه د څلورو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي دي چې د لاریونونو په ترڅ کې یوازې ۱۹کسان ټپیان شوي دي. د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې د علي پور د نیول کیدو پر ضد احتجاجونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.

عبدالغني علي پور، د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نومبر ۲۵مه) په کابل کې ونیول شو. د افغانستان ملي امنيت ادارې د دوشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې نوموړی د وردگو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې له اوسیدونکو څخه د باج اخیستنې په تور نیول شوی دی.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغه ځایي قوماندان په سونو خواخوږو په کابل او ځينو نورو سیمو کې په احتجاجونو لاس پورې کړی دی او ژر د هغه د آزادیدو غوښتنه کوي.

پولیس او مظاهره کوونکي یو پر بل باندي د وضعیت د ترینګلتيا تورونه پورې کوي. په کابل کې د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ویلي دي چې په کابل کې د مظارچيانو په منځ کې ځینو وسلې درلودې. د هغه په خبره پولیسو پر مظاهره کوونکو باندي اوبو پاشلي.

په بامیان کې هم د نوموړي قوماندان د نیول کیدو پر ضد لاریون شوی چې ویل کیږي تر۱۰۰۰ کسانو پکښې برخه اخیستې وه. د دغه ولایت د پولیسو مشر رضا یوسفي، ویلي دي چې احتجاج کوونکو د پولیسو یو افسر وهلی هم دی.

په دایکندي او بلخ کې هم د علي پور د نیول کیدو پر ضد احتجاجونه شوي دي. په دایکندي کې په سونو احتجاج کوونکي د ولایت مقام ودانۍ مخې ته راټول شوي ول.

علي پور چې په قوماندان شمشیر هم شهرت لري، د افغانستان ملي امنیت اداره پر نوموړي تور لگوي چې۱۵۰ کسیزه وسله واله ډله چې په سپکو او درنو وسلو سمبال ده جوړه کړې او غیر قانوني کړني کوي.

د روانې میلادي میاشتي په سر کې د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د نوموړي د نیول کیدو هڅه ناکامه شوې وه. خو علي پور وایي چې یوازي د خپلو خلکو دفاع کوي.