1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې دوه چاودنې شوې، په مزار کې نښته روانه ده

۱۳۹۴ دی ۱۴, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ ماښام په کابل کې دویمه چاودنه وشوه. ویل شوي دي چې چاودنه ډیره پیاوړې وه. د همدې ورځ په سهار په کابل کې یوه بله چاودنه هم شوې وه. په مزار شریف کې هم د امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ نښته روانه ده.

https://p.dw.com/p/1HXVG
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل د پولیسو ویاند عبدالبشیر مجاهد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې چارواکي د چاودنې د دقیق ځای او همداراز د تلفاتو د معلومولو په هڅه کې دي.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې چاودنه د یوه موټر بم له کبله رامنځ ته شوې ده. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

له تاوتریخوالي ډګه ورځ

تر دې مخکې یوې بلې چاودنې هم کابل لړزولی وو. چارواکو ویلي دي چې لومړي ځانمرګي برید کوونکي د کابل هوایي ډګر ته نزدې د پولیسو په یوې پوستې کې چاودنه وکړي. د کابل پولیسو د جنایي څیړنو د څانګې مشر جنرال احمد فرید افضلي، ویلي دي چې اوس په سیمه کې څیړنې پیل شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب الله دانش، هم پیښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې برید کوونکی پر پښو د پولیسو پوستې ته نزدې شو او چاودنه یې وکړه.

له بلې خوا افغان چارواکي وایي چې په مزارشریف ښار کې له تیرې شپې راهیسې د هند پر کنسلګری باندې برید روان دی. زیاته شوې ده چې په درنو وسلو سمبال برید کوونکي اوس هم د هند کنسلګری په څنګ کې پرتې یوې ودانۍ کې ځای پر ځای دي او له هغه ځایه پر افغان امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي.

د پولیسو ویاند شیرجان دراني، ویلي دي چې وسلوالو کسانو د دوشنبې په ورځ هم پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو ډزو ته دوام ورکړ. د هغه په خبره برید کوونکي په RPG ډوله توغندیو، لاسي بمونو او سپکو وسلو سمبال دي.

دغه پیښه د یکشنبې په شپه تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې برید کوونکو د هندوستان کنسلګری ته د ننوتو هڅه وکړه. لا تر اوسه پورې د دې پېښې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته خو پولیسو تر اوسه پورې د یوازې یوه کس د ټپې کیدو خبره کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب