1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې نوي انترنتي خدمتونه؛ تیز خو ارزانه؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت د کابل په ځینو برخو کې د «۴جي» یا څلورم نسل انترنتي خدمات فعاله کړي دي. دغه وزارت وایي چې دا خدمتونه به یې په تدریج سره د کابل نورو برخو او بیا نورو ولایتونو ته وغځیږي.

https://p.dw.com/p/3avFz
Afghanistan Internet Cafe
انځور: DW

دولتي مخابراتي شرکت سلام، د کابل په ځینو برخو کې د «۴جي» یا څلورم نسل انترنتي خدمات فعاله کړي دي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت سرپرست فهیم هاشمي، ویلي دي چې اوس د کابل په یوازې ۱۵ سایتونو کې دغه خدمتونه وړاندې کیږي او په تدریج سره به د کابل نورو سیمو ته هم وغځیږي.

د سلام شرکت چارواکو روښانه کړې ده چې په دې ترتیب سره به دغه خدمتونه ۵۰ سایتونو ته وغځیږي.

تر اوسه پورې په افغانستان کې څو نورو مخابراتي شرکتونو خپل انترنتي خدمتونه په «۳جي» بڼه وړاندې کول. دغه خدمتونه په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان د مخابراتو وزارت له خوا پرانیسل شوي ول او هغه وخت هم افغانانو ته ویل شوي ول چې نوي خدمتونه به ارزانه او سریع وي. خو د کابل ډیر شمیر اوسیدونکي وایي چې د هغوی په کورونو او مبایلونو کې انترنت قیمته او کم سرعته دی.

زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: