1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندز کې پر مدرسې هوايي برید سخته مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۷ فروردین ۱۳, دوشنبه

د افغانستان د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې په کندز کې پر یوې مدرسې، چې ويل کيږي طالبان پکښې راټول شوي ول، هوايي بريد سخته مرگ ژوبله اړولې ده. ویل کیږي چې دغه برید افغان هوايي ځواک کړی دی.

https://p.dw.com/p/2vNCN
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: Reuters

د کندز د ولایتي شورا غړي مولوي عبدالله رسنیو ته نن (دوشنبه د ۲۰۱۸ کال د اپریل دوهمه) ویلي دي چې د دغه ولایت پر یوې دینې مدرسې هوايي برید شوی دی او سخته مرگ ژوبله يې اړولې ده. هغه وويل: «پر مولوي گجر مدرسه باندي په هوايي برید کې له۵۰ تر۶۰ پورې طالب یاغیان وژل شوي دي.»

د کندز د ولایتي شورا دغه غړي یادونه وکړه چې د دشت ارچي ولسوالۍ په نوموړې مدرسه کې طالبان او ملکي خلک د قرآن د تلاوت له پاره راټول شوي ول. مولوي عبدالله دا هم وویل چې ملکي خلکو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده، خو د هغوی شمیر معلوم نه دی.

دغه راز د افغانستان خصوصي تلویزوني چینل، «طلوع نیوز» په یو رپوټ کې هم د کندز ولایت پر یوې مدرسې د هوايي برید خبر ورکړی دی. طلوع نیوز په خپل رپوټ کې ويلي دي چي برید نن دوشنبه له غرمې مخکې د یولس بجو په شا او خوا کې تر سره شوی دی چې په نتیجه کې يې ښايي ۲۵ کسان مړه او ټپیان شوي وي. طلوع نیوز هم وايي چې دا برید د افغانستان د هوايي ځواک له خوا شوی دی.

د کندز ولایت امنیې قوماندانۍ طلوع نیوز ته ویلي دي چې په نوموړې مدرسه کې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی «ملا بریاني» هم موجود ؤ. دوی ويلي دي چي برياني د کويټې د شورا غړی وو او له نورو لوړپوړو طالبانو سره له کويټې څخه کندز ته د طالبانو د ليدلو له پاره راغلی وو.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.

کندز د افغانستان په شمال کې هغه ولایت دی چې کله نا کله د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو رپوټونه ترې ورکول کیږي. په ۲۰۱۵م کال کې طالبانو د دغه ولایت مرکز دوې اوونۍ په خپل کنترول کي راوستی وو. په ۲۰۱۶م کال کې بیا طالب جنگیالي دغه ښار ته ننوتل او څو ورځي پر له پسې له امنیتي ځواکونو سره وجنگېدل. د نښتو په پای کې امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې وسله وال طالبان د کندز له مرکز څخه پر شا وتمبوي.