په کندهار کي د آنارگل مشاعره
۱۳۹۸ اردیبهشت ۶, جمعهپه دغه مشاعره کي د کندهار او ۱۲ بیلا بیلو ولایتونو څخه پر راغلو شاعرانو سربیره د سهیلي پښتونخوا څخه هم شاعرانو او د شعر مینه والو ګډون کړی وو.
د مشاعرې ډېره برخه په هیواد کي تلپاتي سولي ته ځانګړې سوې وه. هرشاعر په خپل شعر کي له جنګه کرکه اود سولي هیله انځور کړې وه.
د انارګل دودیزي مشاعرې په پیل کي د ملي سرود تر ږغولو وروسته کندهار والي حیات الله حیات د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام ولوست.
په پيغام کي دغه ډول کلتوري ناستي ولاړي د ملی یووالي، سولي او کلتوري ودي له پاره اړین بلل سوي وې او له شاعرانو هیله سوې، ترڅو په خپلو شعرونو کي د ولس مشکلاتو راسپړلو ته لومړیتوب ورکړي: «ډېره د خوشحالۍ خبره ده چي په کندهارکي یوځل بیا د انارګل کلنۍ مېله او مشاعره جوړیږي. په ټولنه کي د سولي، زغم، تعاون او نورو معنوي ارزښتونو د عامولو له پاره دغه ډول فرهنګي هڅي ډیري ګټوري دي. »
له ننګرهار څخه راغلي پيژندل سوي او د ښه ږغ لرونکي شاعر فضل الدین سراجي په مترنم ږغ په جګړه کي پر ښکیلو غاړو ږغ وکړ، چي نور د انار سور ګل په کاڼو مه ولی او پرېږدی، چي هیواد وال یو ګړۍ د سولي سا واخلي.
«دا سورګل د څانګي یار دی، نور يې مه ولئ! په کاڼو
انارګل د کندهار دی، نور يې مه ولئ! په کاڼو »
محراب ګل بیا مستقیما پر طالب ږغ وکړ، چي د سولي روان بهیرته په ريښتني لبیک ویلو سره د خپلو افغانانو وروڼو سره اوږه په اوږه د هیواد ابادۍ ته ملا وتړه، چي دا هیواد په یوازي سر څوک نه سي جوړولای.
راسه د کمزورو موټو زور مي سه
اې طالبه! ورور دي یمه ورور مي سه
په دغه انارګل مشاعره کي کندهار والي حیات الله حیات او د سرحدونو چارو وزیر ګل اغا شیرزي هم په اول وار شعرونه ولوستل، چي دوی هم له وسله والو طالبانو د سولي په بهیر کي د ریښتني ونډي اخیستلو غوښتنه وکړه.
په انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره کي د شعرونو ترڅنګ د تمثیل او موسیقۍ برخي هم د مینه والو تنده خړوبه کړه.
یاده دي وي، چي تیره پنجشنبه په هلمند ولایت کي د (هلمند څپاند سیند) مشاعره جوړه سوې وه او نن ماښام به بیا په زابل ولایت کي د (بادام ګل) مشاعره هم د زیاتو شاعرانو په ګډون جوړه سي.
محمد ابراهيم سپېڅلی