1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې دوه څلور کلن ماشومان سره کوزده شوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبه

په کندهار کي د دوو څلور کلنو ماشومانو د کوزدې مراسمو بحثونه راپارولي دي. د کورنۍ غړي یي وایي چي په ماشوموالي کي د کوزدې دود لري، خو د بشري حقونو فعالان بیا دغه کار د قانون او دین پر ضد بولي.

https://p.dw.com/p/3KaQB
Eheringe Symbolbild Ehe
انځور: Fotolia/Paul Posthouwer

د تیرې یکشنبې په ورځ د کندهار ښار په زړه کي د ودونو او کوژدو په یوه سالون کي بیا هم ګڼ شمیر خلک راټول شوي وو چي خپل د خوښۍ مراسم ولمانځي. د ساز ږغ لوړ، د خنداګانو غږ د ګوزدې د مراسمو په ګډونوالو کي خپور او د نڅا میدان هم له مستو ځوانانو ډګ وو.

لکه د کوژدې د نورو ډیرو مراسمو په څیر په محفل کي ښځو، نارینه و، نجونو او هلکانو نوې او رنګارنګ جامې پر تن کړې وې. ځوانان په میلمه پالنه بوخت وو، او د میزونو تر شا ناست سپین سرو د مراسمو ننداره کوله. د ساز ږغ خو د سالون په ځینو برخو کي دومره لوړ وو چي ناستو کسانو د یو بل خبرې هم نه اوریدې.

ټول ګډونوال یوې او بلي خواته ګوري چي «زوم» وویني؛ روغبړ ورسره وکړي؛ مبارکي ورکړي او پر تندي يې ښکل کړي. د ښځو په جلا سالون کي بیا د «ناوې» انتظار دی چي ګلان پرې وپاشي.

د ناوې او زوم د لیدو انتظار په بې صبرۍ سره روان وو.

خو تر ډوډۍ خوړولو وروسته، يې یوه څلور کلنه نجلۍ، مدینه، د ناوي په جامو کي تخت ته ور پورته کړه. له دې ماشومي سره سپین د ناوي کالي خورا ښه ایسېدل، خو هغه نه پوهیده، چي دا د چا کوزده ده. لږ وروسته يې څلور کلن بلال احمد هم په سپینو ښایسته جامو کي راوست او د کوچنۍ نجلۍ ترڅنګ يې په چکچکو ودروه.

راغلي ښځي حیراني سوې! یوې او بلي ته يې وکتل؛ د موسیقۍ ږغ یو څه کرار سو.

روښانه شوه چي کوزده د همدې څلور کلن هلک او څلور کلنۍ نجلې ده. دواړو ماشومانو یو بل ته خندل، سره یې لوبې کولې خو پر دې نه پوهیدل چي د څه له پاره ټول همدوی ته ګوري. دا د هغوی له پاره د میلې یو بل محفل وو ځکه دواړه د کوزدې، واده، ښځه، میړه او نامزادې په معنی او مفهوم خبر نه وو.

ایا د ماشومانو کوزدې د «دود» په توګه توجیه کیدای سي؟

د بلال احمد مشر ورور میرزا ولي، چي ډېر خوشحاله دی دویچه ویله ته وویل چي د دوی د کورنۍ همدا روا ج دی، چي کوزدې او ودونه يې د کورنۍ د مشرانو په خوښه کیږي.

پخپله میرزا ولي هم د پلار او مور په خوښه په کوچنیوالي کي د خپل ماما له لور سره کوزده کړې، خو لا يې هم واده نه دی کړی. پر دې هر څه سربیره هیله لري چي راتلونکی ژوند به يې نیکمرغه وي.

هغه ماشومان چي په کوچنیوالي کي سره کوزده کیږي، کلونه انتظار باسي چي د واده پیسې پیدا کړي او بیا واده وکړي. په ځینو مواردو کي بیا ماشومان تر لویدو وروسته له شوې پریکړې راضي نه وي او نه غواړي چي د ماشوموالي پریکړه یې په برخه کي عملي شي. داسې ډیرې پیښې رامنځ ته شوې چي همدا موضوع د کورنیو تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو لامل شوې.

د کندهار د ښځو چارو مسؤله رقیعه اڅکزۍ، وایي: «که دوی ځوانان سي او سره خوښ نه وي، بیا د طلاق موضوع رامنځته کیږي چي زموږ په ټولنه کي طلاق د نجلۍ لپاره یوه درنه خبره ده.»

خو میرزا ولي ټینګار کوي چي د کورنۍ مشران، په ځانګړي ډول مور او پلار، هیڅ وخت د اولادونو له پاره کمزورې پرېکړه نه کوي: «زموږ له پاره مشران هغه کار کوي، چي د ټولو خیر پکښي وي.»

میزا ولي زیاتوي: «زموږ په کورنۍ کي دا لړۍ همداسي را روانه ده. آن زموږ په لیری دوستانو کي هم کوزده د مور او پلار په خوښه کیږي.»

د میزا ولي په اند، که د کوزدې راتلونکې ته هیلې نه وای، نو کورنۍ به یې «دوه نیم لکه افغانۍ» پرې نه مصرفولی: «دا ټول مصارف او د دوستانو راټولیدل د همدې له پاره دي چي د ټولو نیکمرغي پکښي نغښتې ده.»

له قانون سره په ټکر کي دود  

په کندهارکي د بشري حقونو خپلواک کمیسون، مدني فعالان او د ښځو چارو ریاست دغه ډول کوزدې له قانون سره په ټکر کي ګڼي او زیاتوي چي دا نه یوازي قانوني ستونزه لري بلکي زیاتي کورنۍ او ټولنیزي ستونزي هم ورڅخه راپيښيږي.

رقیعه اڅکزۍ روښانوي چي داسی د ژوند تړنونه له اسلامي شریعت سره هم ځکه سر نه لګوي چي په نکاح دوه مهم جزونه، ایجاب او قبول، په کي نه مراعتیږي: «دغه دوه مهم ټکي د عمر د کموالي له امله نه دي پوره سوي، ځکه کوچنیان په نکاح، ایجاب او قبول نه پوهیږي.»

د کندهار په بشري حقونو کمیسون کی د ماشومانو د څانګي مسوول شمس الدین تنویر، وایي چي په کم عمر کي د ودونو او نکاح پيښي له دوی سره هر کال ثبتیږي خو دقیقه شمیر یې نه دی روښانه. د دې یو لامل دا وي چي د دغه شان کوزدو او ودونو په اړه ډیر وخت چارواکو ته خبر نه ورکول کیږي.

تنویر وایي: «موږ په دې اړه سخت اندېښمن یو. داسي پيښي ډیری کیږي. خو پر دې پیښې ځکه ډیر خلک خبر سول چي په ښار کي دننه، او په یوه لوی سالون کی يې مراسم ترسره سو.»

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار

زموږ له ارشیف څخه