1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

کندهار: ځانمرګي برید د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ فروردین ۲, جمعه

د جمعې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي په کندهار کې یو کس وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل. د کندهار پولیسو ویلي دي چې د برید قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي ول.

https://p.dw.com/p/3FWNI
Infografik Karte Afghanistan Anschlag in Kandahar SPA

چاودنه د کندهار ولایت په چینار کلي کې د نوروز مراسمو پر مهال رامنخ ته شوې ده. د رسنیو د رپوټونو په حواله د چاودنې قرباني کورنۍ یوې میلې ته روانه وه چې له پیښې سره مخامخ شوه.

د کندهار د پولیسو مشر تادین خان، ویلي دي چې په چاودنه کې پولیس هم ټپیان شوي دي. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. د نوروز په ورځ هم په کابل کې په څو چاودنو کې شپږ کسان ووژل شول او ۲۳ نور یې ټپیان کړل.