1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کونړ: د داعش او طالبانو جگړو په زرونو کورنۍ بې ځايه کړي

۱۳۹۸ فروردین ۷, چهارشنبه

په کونړ کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړو له امله زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړي شوي دي. له چپې درې بې ځایه شوي کورنۍ وايي چې په سیمه کې یې خپل ټول شته پرېښي، یوازې خپل سرونه یې خوندي کړي دي.

https://p.dw.com/p/3FjFF
Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/S. Tanha

له څو ورځو راهيسي د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې دوو وسله والو ډلو، داعش او طالبانو خپلمنځي جګړې پیل کړي، چې دواړو لوریو ته پکې د مرګ ژوبلي اوښتو خبرونه هم ورکړل شوي دي. دا جګړې د چپې درې په دیګل، ګړنګل، لنډه لام او ورڅېرمه سیمو کې رواني وې، چې اوس یو څه ارامه شوي دي.

د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار دويچه ويله ته وويل چې د دغو جګړو له امله تر اوسه ۲۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي، چې ولایتي ادارې ورسره د مرستو لړۍ هم پیل کړې ده: «په دې اړوند زموږ ټیمونه دوې ورځې مخکې د سروې له پاره هم تللي او د کومکونو لومړۍ جوپه مو د مهاجرو د رئیس په مشرتوب لېږلې، چې صحي، خوراکي او د اشپزخانې توکي پکې شامل دي.»

د هغه په خبره له چپې درې راوتلې کورنۍ ماڼوګي، سرکاڼو، مرکز اسداباد او آن ننګرهار ته کډه شوي دي.

دی وایي، امنیتي ځواکونه چپه دره کې د تیارسي په حال کې دي، څو سیمه له داعش او طالبانو پاکه کړي؛ خو وايي، د ملکي تلفاتو او ځنګلاتو سوځېدني د مخنیوي په موخه دوی د محطاطانه پلان مطابق مخکې ځي.

ښاغلی بیدار وايي، سیمه کې دواړه وسله والې ډلې یو بل ته ګوته پر ماشه دي او امکان شته، چې یو وار بیا سره ونښلي.

د چپې درې له مختلفو کلیو بې ځایه شوې کورنۍ وايي چې خپل ډک کورونه، کروندې او څاروي یې د خپلو سرونو د ساتلو په نیت پرېښي؛ چې ډېری یې په تش بیابان د مرستو په تمه شپې سبا کوي.

که څه هم حکومت له بې ځایه شویو سره د مرستو خبره کوي؛ خو ډېری خلک وايي چې هېڅ ډول مرستې ورسره نه دي شوي.

د دغي سيمي يوه اوسېدونکي دويچه ويله ته وويل: «وضعیت ګډ وډ دی، خوراکي توکي نه رسېږي. یوه مړۍ ډوډۍ نه رسېږي. که چا څه ورکړي وي که نه تشو بیابانونو کې پراته دي. د ماشومانو وضعیت پکې ډېر خراب دی. دوه درې ماشومان هم پکې مړه دي.»

عام وگړي وايي چې داعش د دوی پر کلیو واکمنه ده او هېڅ ملکي کس ته اجازه نه ورکوي چې یا له سیمې ووځي او یا هم د کور توکي له ځانه سره ولېږدوي. د سيمي يوه اوسېدونکي چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي دويچه ويله ته وويل: «ولا وضعیت ډېر خراب و، په یوه جوړه کالیو کې راوتلي یوو. غوا، بستره او هر څه پاته دي. ډېر بد حالت و، زموږ د کورونو بامونه یې ویشتل، جنګ چې کلیو ته راورسېد، راووتلو، هر څه پاتې دي.»

د کونړ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس عبدالرشید ساپي وويل چې، د چپې درې ولسوالۍ له زرګونو بې ځایه شویو کورنیو سره یې لومړنۍ مرستې پیل کړي او د سروې تر بشپړېدو وروسته به د ځینو مرستندویه ادارو په مرسته له ټولو کورنیو سره مرستې وکړي.

د کونړ د ولایتي شورا مشر ولایت خان مشواڼی وايي چې، له چپې درې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي او امکان شته، چې نورې هم راووځي، خو اندېښنه یې ده چې که دا جګړې همداسې دوام وکړي، نو د ملکي وګړیو ژوند ته لوی ګواښ متوجې کېدای شي.

ځینو حکومتي سرچینو د نوم نه خپرولو په شرط دويچه ويله ته وويل چې په دغو جګړو کې داعش ډلي له طالبانو څخه ځیني سیمې نیولي او دغه راز د کونړ له نورو سیمو طالبان دغې جګړې ته هم ور روان دي.

سرچینې زیاته کړې، تر اوسه په دغو جګړو کې ۳۱ داعشان او درې طالبان وژل شوي، ۲۱ داعشان او طالبان ټپيان شوي دي او دغه راز د یوه ماشوم د وژل کېدو او څو نورو ملکیانو د ټپي کېدو خبره هم شوې ده، خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

داعش او طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.

تر دې وړاندې هم څو ځل داعش او طالبانو د کونړ په چپې درې، نورګل او ځینو نورو ولسوالیو کې خپلمنځي جګړې کړي دي، چې له امله یې دواړو لورو ته د تلفاتو اوښتو تر څنګ ډېر ملکي وګړي د سیمو پرېښودو ته اړ شوي ول.

امید دیدار/ جلال آباد