1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کونړ کي ځيني طالبان له داعش سره يوځای سوي»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

د کونړ چارواکي وايي چي ځيني وسله وال طالبان په دغه ولايت کي له داعش سره يوځای سوي دي. دوی وايي دليل يې کيدای سي مالي امکانات وي.

https://p.dw.com/p/3HiTs
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په کونړ کي له څه مودې راهيسي د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ جگړې رواني دي او دواړو لرو ته د تلفاتو اوښتلو خبره هم کيږي. دوی په دې جگړو کي حتی يو د بل کورونو ته اور هم اچولی دی. خو اوس ويل کيږي چي د طالبانو ځيني غړي له داعش سره يوځای سوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم، وايي چي د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کي طالبان له داعش سره يوځای سوي دي او وايي چي دليل يې کيدای سي مالي امکانات وي.

د کونړ د ولايتي شورا مرستيال عبدالطيف فضلي دويچه ويله ته وويل: «طالبان يا د پيسو په خاطر يا دا چي د هغو ستونزو له کبله چي له خپلو مشرانو سره يې لري، له داعش سره يوځای سوي دي.»

فضلي زياته کړه چي په سيمه کي د داعش غړي ډېر لږ ول، خو اوس چي طالبان ورسره يوځای سوي دي، شمېر يې ډېر سوی دی او حتي د طالبانو يو قوماندان لا له داعش سره يوځای سوی دی.

دا چي په کونړ کي څومره داعشیان سته، په اړه يې معلومات نسته. د والي وياند هم په دغه ولايت کي د داعش غړو د شمېر په اړه معلومات نه لري، خو وايي چي د دغه ولايت په درو يا څلورو ولسوالۍ کي داعش حضور لري. هغه وويل: «د وټه پور، چپي درې او نورگل ولسواليو په غرنيو سيمو او درو کي داعش فعاليت لري.»

د کونړ د ولايتي شورا غړی عبدالطيف فضلي هم دا تائيدوي چي هغه سیمي چي په تيرو ۱۷ کلونو کي د طالبانو په کنترول کي وې اوس پکښې داعش فعاليت لري او د طالبانو ستراتيژيک مرکزونه يې نيولي دي.

د ولايت وياند مصمم وايي چي له هغه وروسته چي داعش په ننگرهار کي ماته وخوړه نو د کونړ خوا ته يې مخه کړه او د دغه ولايت په غرنيو سيمو کي يې ځايونه جوړ کړي دي.

د ولايتي شورا غړي عبدالطيف فضلي وويل چي اوس د دغه ولايت ځيني وگړي د داعش له فعاليته اندېښمن دي او ځيني خلک اوس له داعش سره همکاري کوي.

د کونړ د چارواکو په خبره په دغه ولايت کي د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړو له کبله په سونو کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره سوي دي.

پ.ع

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل