1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: که امريکا توغندي نصب کړي، روسيه به امريکا په نخښه کړي

۱۳۹۷ اسفند ۲, پنجشنبه

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپله کلنۍ وينا کې امريکا په يو اړخيزه توگه له «آي اين اف» تړونه په وتلو تورنه کړه. پوتين همداراز گواښ وکړ چې که امريکا په اروپا کې توغندي نصب کړي، دی به هم امريکا په نخښه کړي.

https://p.dw.com/p/3Dmlh
Russland | Putin hält Rede zur Lage der Nation | 2019
انځور: Getty Images/AFP/A. Nemenov

د روسیې جمهوررئيس ولاديمير پوتين د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال کې د فيبرورۍ۲۰ نيټه) اعلان وکړ چې د روسیې نوي وسلې به امريکا په نخښه کړي، که چيرې دغه هيواد په اروپا کې خپل توغندي نصب کړل.

ولاديمير پوتين د هیواد د وضعيت په اړه خپله کلنۍ وينا کې وويل چې روسیې د خپل سمندري ځواک له پاره يو نوی hypersonic missile «هايپر سونک توغندی» (چي د ږغ تر سرعت پنځه واري گړندی دئ. يعني په يوه ثانيه کي يو مايل واټن وهي) جوړ کړی دی. هغه همداراز وويل چې روسیې يو نوی اوبتل جوړ کړې چې د بې پيلوټه الوتکو يو داسې سسټم لري چې پر وچه او اوبو دواړو کې هدفونو ته د رسيدو وړتيا لري.

پوتين وويل پر دې سربيره چې امريکا د منځني واټن اتومي وسلو له تړونه وتلې ده، روسیه نه غواړي چې له چا سره په ټکر کې واقع شي، خو که چيرې امريکا په اروپا کې خپل توغندي ځای پر ځای کړي نو دوی به هم ورته گام واخلي.

هغه د امريکا متحده ايالاتو پاليسي جوړونکو ته خبرداری ورکړ چې تر هر گام اخيستلو مخکې دې ټول خطرونه په ښه شان سره وسنجوي.

پوتين د روسيې  سياسيونو ته وويل: «دا د هغوی حق دی چې څرنگه غواړي هغسې فکر وکړي. خو آیا دوی محاسبه کولی شي؟ زه ډاډه يم چې دوی یې کولی شي. دوی به پريږدو چې زموږ د هغو وسلو سرعت او واټن محاسبه کړي چې د توسعې په حال کې دي.»

ناټو د روسیې گواښونه غندلي

ناټو د پوتين د وينا په غبرگون کې ويلي دي چې د پوتين گواښونه «د منلو وړ نه دي» او دا چې روسيه دې د «آي اين اف» تړون پر منلو تمرکز» وکړي.

Russland Atomwaffen
روسیې گواښ کړی چې که امريکا توغندي نصب کړي، دوی به امريکا په نخښه کړيانځور: picture-alliance/AP Photo/Russian Television

امريکا متحده ايالاتو پر روسیه تور لگولی دی چې له ځمکي څخه توغېدونکي يوه نوي توغندي په جوړولو سره يې، د «آي اين اف» تړون مات کړی دی. دا تړون چې د امريکا متحده ايالاتو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د سړې جگړې پر وخت شوی وو، د داسې توغنديو جوړول او درلودل منع کوي چې له ځمکې څخه توغول کيږي او له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کيلومترو پورې واټن وهلی شي.

روسیې ډېره موده د دغو توغنديو د لرلو خبره ردوله، خو په دې وروستيو کې یې منلې ده چې دغه ډول توغندي لري. خو روسيه دا خبره ردوي چې دغه توغندي تړون نقضوي.

د امريکا يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي دي چې هر ډول نوي امريکايي توغندي لا د څيړنې او پراختيا په پړاو کې دي.

کورنۍ مسئلې

د پوتين د وينا زياتره برخه پر کورنيو ستونزو راڅرخيدله. نوموړي لا د زيات ټولنیز او اقتصادي پرمختگ غږ وکړ. هغه په روسيه کې د زيږون د کچې ټيټوالي ته په کتو سره د هغو کورنيو له پاره چې ماشومان لري، د ماليې د آسانتياو وړاندیز وکړ.

نوموړي د تير کال د احصايو يادونه وکړه او ویې ويل چې په روسيه کې ۱۹ ميليونه انسانان د فقر تر کرښې لاندي ژوند کوي او حکومت بايد له دې خلکو سره مرسته وکړي او يا هغوی ته د داسې روزنو زمينه برابره کړي چې هغوی له دې حالته وباسي.

نوموړي همدا راز د محصلينو له پاره د رخصيو پر وخت د يو ميليون کار ځايونو د رامنځته کولو وړاندیز هم وکړ.

پوتين د سوداگرۍ په هکله وويل چې په روسيه کې د عصري تکنالوژۍ په برخه کې د زياتې ودې زمينه برابره ده. هغه پر روسانو غږ وکړ چې د امکان په صورت کې دې د روسيې جوړ توليدات وپيري.