1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پوتڅل: طالبان د حکومتدارۍ له پراخو ننګونو سره مخامخ دي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ شهریور ۸, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ سرپرست مارکووس پوتڅل د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خپله انلاین وینا کې د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

https://p.dw.com/p/4GEMO
مارکووس پوتڅل په افغانستان کې د یوناما سرپرست مشر دی.
مارکووس پوتڅل په افغانستان کې د یوناما سرپرست مشر دی.انځور: Ebrahim Noroozi/dpa/AP/picture alliance

پوتڅل ویلي دي چې طالبان د حکومتدارۍ په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي. هغه زیاته کړه: «په کابل کې د طالبانو د کابینې او په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده ترمنخ اړیکې لا هم روښانه نه دي.»

پوتڅل ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د هغه اعلامیو او پرېکړو په صادرولو سره چې دوی یې له افغاني او اسلامي دودونو سره ورته بولي، د خلکو او په ځانګړې توګه د نجونو او مېرمنو بنسټیز حقونه او ازادۍ نورې هم محدودې کړي دي.

نوموړي د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو د تړلو فرمان ته په اشارې وویل، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې د زده کړو له بشپړ حقه محرومي دي.

یوناما: په افغانستان کې تر ۱۲۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي

هغه وویل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او مېرمنو د حقونو په اړه د نړیوالو نورمونو نه مراعات او د داسې حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل چې د خلکو د بېلابېلو اقشارو استازیتوب وکړي، هغه لاملونه دي چې د نړۍ هيڅ هيواد تر اوسه پوري د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د یوناما مشر د خپلو خبرو په یوه څنډه کې وویل چې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېزه لري او زیاته یې کړه چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنیو ته د لاسرسي هڅې د دې هېواد د خلکو په ګټه دي.

د یوناما دغه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې بشري مرستې د افغانستان له پاره اوږدمهاله حل نه دی او په دغه هيواد کې د بې وزلۍ کمولو او اقتصادي ودې له پاره باید جدي او اساسي اقدامات وشي.

د ناامنیو زیاتوالی

پوتڅل د خپلو خبرو په یوه برخه کې اشاره وکړه چې په تیرو دریو اوونیو چاودنو کې ګڼ شمېر ملکیان وژل شوي او د ډېرو دغو بریدونو مسئولیت داعش پر غاړه اخېستی دی. هغه څرګنده کړه چې په دې ډول بریدونو کې اکثره قومي او مذهبي اقلیتونه په نښه کیږي.

په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو د زیاتوالي په اړه د یوناما اندېښنه

پوتڅل چې له دې وینا یوه ورځ مخکې یې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له سرپرست سره کتلي وه، ټینګار کړی چې یوناما د دې ادارې «امر المعروف و نهی عن المنکر» د مسئولینو له لوري د هغه کړنو په تړاو چې د خلکو په ورځني ژوند کې د ځورونې، بد چلند او خپل سرو نیونو لامل کیږي، اندېښمن دي.

دغه راز هغه وویل، چې د واکمنو چارواکو له خوا د بشري حقونو پر مدافعینو، خبریالانو او د رسنیو پر کار کوونکو بریدونو د رسنیو پر آزادۍ او مدني فعالیتونو ناوړه اغېزه کړې ده.