1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: کیم د اتومې بې وسلو کیدو له پاره «امنیتي ضمانت» غواړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د روسیې ولسمشر پوتین او د شمالي کوریا واکمن کیم ترمنځ غونډه پای ته رسیدلي. دا د دواړو مشران تر منځ لومړي مخامخ ملاقات ول چې په ولادي واستوک کې تر سره شو. پوتین ویلي چې کیم د ځانګړو شرطونو له مخې اتومي بې وسلې کیدل غواړي.

https://p.dw.com/p/3HQQZ
Russland Wladiwostok Treffen Putin und Kim
انځور: Reuters/A. Zemlianichenko

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره د پنجنشبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپریل ۲۵مه) تر ملاقات وروسته وویل چې شمالي کوریا د اتومي وسلې کیدا د پیلیدو تر مخه امنیتي تضمین ته اړتیا لري.

خو پوتین دا روښانه نه کړه چې کیم د څه ډول امنیتي ضمانت غوښتنه کړې ده. د پوتین په خبره روسیه د امريکا د کوریا د ټاپووزمه د بشپړ اتومې بې وسلې کیدو د غږ ملاتړ کوي. هغه ویلي دي چې دا «یقینا مشترک لومړیتوب دی.»

د روسیې ولسمشر دا هم ویلي دي چې چمتو دی چې پر هغو موضوعاتو چې په دغه سرمشریزه کې پرې خبري شوي له متحده ایالاتو سره پرې بحث وکړي: «هیڅ شی پټ نه شته، کومه توطیه نه شته... رئیس کیم له ما په خپله غوښتي دي چې امریکایي اړخ زموږ له دریځه خبر کړو.»

Russland Wladiwostok Treffen Putin und Kim
ولادیمیر پوتین، د سرمشریزي تر پیلیدو دمخه کیم جونګ ته هرکلی ووایهانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

کیم په خپلو څرګندونو کې د شمالي کوریا او روسیې تر منځ په پرله پسې ډول د ستراتیژیکو او دودیزو اړیکو د ټینګښت پر سر ټینګار کړی دی.

په دغه سرمشریزه کې دا د دواړو مشرانو تر منځ لومړي مخامخ ملاقات ول او په عین وخت کې روسیې ته د کیم لومړی رسمي سفر هم وو. دغه سفر په ویتنام کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ترمپ او کیم تر منځ د سرمشریزې شا او خوا دوې میاشتې وروسته تر سره کیږي. د ویتنام سرمشریزه بې له کومې اساسي پایلې ختمه شوې وه.

کیم د چهارشنبې په ورځ د روسیې سرحدي ښار حسن، ته په خپل زغروال اورګاډي کې رسیدلی وو. تر هغې وروسته بیا کیم د ولادي واستوک ښار ته خپل سفر ته ادامه ورکړه.

په پام کې ده چې کیم د جمعې په ورځ له ولادي واستوک څخه ولاړ شي. روسیې ته د کيم له سفر سره هم مهال، شمالي کوریا د متحده ایالاتو او سویلي کوریا پر ګډو هوایي تمریناتو نیوکه کړې ده او د «ورته غبرګون» ګواښ یې کړی دی.

dj,rc/amp (Interfax, AFP, AP), dpa, Reuters)  sr/nz