1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

پولیس د میني منګل د پخواني میړه په لټه کې دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

پولیسو د وژل شوي ژورناليستي او پارلمان کارکوونکي میني منګل، په پخواني میړه پسې لټون پیل کړی دی. د هغې والدینو ادعا کړې چې د ميني د وژلو مسئول د هغې پخوان مېړه دی.

https://p.dw.com/p/3IPMU
Afghansitan Journalistin Mina Mangal
انځور: Fararou

مينه منګل د شنبې په ورځ کار ته پرلار ناپیژاندو وسله والو کسانو د کابل په کارته نو سیمه کې ووژله. دغي پیښې نه یوازې د کابل د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې زياتي کړي، بلکي د ښځو د حقونو د فعالانو، رسنیو د کارکوونکو او نورو پیژندل شویو کسانو نيوکي هم راپارولي دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصر مجاهد، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د ميني منګل والدینو ادعا کړې ده چې د هغې پخوانی مېړه یې د وژني لامل دی.

مېرمن منګل تر وژل کیدو مخکې له خپل مېړه بېله شوې وه. اوس پیښه تر څیړنې لاندې ده او پولیس د هغې د پخواني مېړه او نورو شکمنو ښکیلو کسانو په لټه کې دي.

د مجاهد په خبره پیښه ښايي د کورني تاوتریخوالي په پایله کې رامنځ ته شوې وي.

د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو او په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د دې پیښې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.

جستن ترودو د یکشنبې په ورځ پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «منګل یوه زړوره خبریاله او د ښځوو او نجونو د حقونو مدافع وه چې کار یې نه یوازې په افغانستان، بکلي په ټوله نړۍ کې د جنسیت د مساوات له پاره مهم وو.»

د ښځو د حقونو فعالې وږمه فروغ، هم پر خپل تویتر لیکلي دي چې منګل د خپلو خلکو د حقونو د دفاع له پاره ډیر فعالیت کاوه: «زه خپلې اوښکې نه شم درولی، ځکه موږ یوه ډیره ښایسته انسانه له لاسه ورکړه.»

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په یوې جدي موضوع باندې بدله شوې ده، ځکه ډیر خلک اوس هم له کوره بهر د ښځو کار ته په ښه سترګه نه ګوري.

(ms/nz (dpa