1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيترايس: په افغانستان کي بايد د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي مخنيوی وسي

۱۳۸۹ تیر ۱۱, جمعه

د افغانستان د پاره د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال پيترايس وايي چي، د افغانستان په ستراتيژۍ کي به کوم بدلون رانه سي.

https://p.dw.com/p/O91s
په بروکسل کي د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن او جنرال ډيويډ پيترايس
په بروکسل کي د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن او جنرال ډيويډ پيترايسانځور: AP

پيترايس وايي چي، موږ به په افغانستان کي خپلي هغي ستراتيژۍ ته دوام ورکړو چي پر دو ستنو ولاړه ده. لومړی د مقاومت کونکو سره د مبارزې دوام او د افغانستان د بيا رغوني چارو ته ډيره پاملرنه.

جنرال پيترايس دغه خبره په بروکسل کي د ناټو د عمومي منشي اندرس فوک راسموسن سره د کتني پر مهال کړې.

اوتون

ما دغه خبره ومنله چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو پخوانی ستر قوماندان جنرال ميک کريسټل د خپلي دندي څخه استعفاکړې او دی نور دغه ماموريت پر مخ نه بيايي.

کله چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو نوی قوماندان جنرال ديويد پيترايس په بروکسل کي د راسموسن سره گوري بيا هم دی دغه کتنه يوه کاري عادي کتنه بولي او وايي چي د افغانستان په ستراتيژۍ کي کوم بدلون نه راځي.

اوتون

دغه بدلون چي په افغانستان کي ليدل کيږي په قوماندانۍ کي یو بدلون دی نه په ستراتيژۍ کي. د ستراتيژي پلوه به د طالبانو سره سياسي او پوځي مبارزې ته دوام ورکړل سي او ددې ستراتيژۍ بل گام به داوي چي قدم پر قدم په هغه هيواد کي د امنيت د ساتني دنده په خپله افغانان واخلي. په افغانستان کي هم ناټو او هم نور هغه هيواد چي د ناټو غړي نه دي خو افغانستان ته يې خپل عسکر استلوي تر هغه وخته به په افغانستان کي پاته سي چي، ور سپارل سوی ماموريت پای ته ورسوي.

دا چي دا به څه وخت وي چي د بهرنيو ځواکونو ماموريت په افغانستان کي پای ته ورسيږي راسموسن په دې هکله څه نه وايي.

خو په همدې ټکي کي دی په اصطلاح پر اساسي ټکي باندي فشار کوي. ځکه د ناټو ډير غړي هيوادونه د خپلو وگړو لخوا تر دې فشار لاندي دي چي د افغانستان څخه بايد خپل عسکر را وباسي.

ځکه د 2001 ميلادي کال د پای راهيسي چي بهرني ځواکونه افغانستان ته استول سوي ددوی په تلفاتو کي ورځ تر بلي ډيروالي راځي.

که څه هم ځني هيوادونه وايي چي د ناټو عسکرو ته بايد دا صلاحيت ورکړل سوي چي په اسانۍ سره د ځان څخه دفاع وکړي.

خو دا خبره جنرال پيترايس نه مني او وايي که دا کار موږ وکړو نو په افغانستان کي به د ملکي وگړو په تلفاتو کي نور هم ډيروالی راسي او ناټو به نور هم په افغانستان کي خپل اعتبار د لاسه ورکړي.

اوتون

د مقاومت کونکو سره په مبارزه کي بايد انساني اړخونو ته ډيره پاملرنه وسي. په دې صورت کي د ټولو امکاناتو د لاري بايد هڅه وکړو چي موږ د ولس ساتنه وکړو او د بېگنا انسانانو د وژل کېدو مخ و نيسو.

جنرال پيترايس هم د جنرال ميک کريسټل په شان د يوې بشپړي ستراتيژۍ څخه پلوي کوي په دې مانا چي د جگړي د پوځي اړ خ تر څنگ بايد ملکي اړخ ته هم پاملرنه وسي.

خو هغه څه چي دی وايي هغه دادي چي بايد په دې برخه د افغانستان حکومت هم خپل مسووليت او ماموريت هم جدي ونيسي.

اوتون

په هغو سيمو کي چي سوله او ثبات په کافي اندازه ټنگ سوي وي موږ به هڅه وکړو چي هلته افغاني ادارې پياوړي کړو او په دې برخه کي به موږ دوو مهمو مسايلو ته پاملرنه وکړو. يو په مسووليت سره کار کول او دوهم په چارو کي شفافيت.

hasselbach/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل