1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيښور: سک کاندید پر ګواښونو سربیره خپل ټاکنیز کمپاین کوي

۱۳۹۷ تیر ۲۷, چهارشنبه

د خیبر پښتونخوا ایالت له مرکز پيښور څخه د لومړي ځل له پاره یو سک نوماند په ټاکنو کې برخه اخلي. هغه پر ګواښونو سربیره خپل ټاکنیز کمپاین پر مخ وړي. هغه کور پر کور ګرځي څو د رای ورکوونکو باور وګټي کړي.

https://p.dw.com/p/31eTd
Pakistan Kandidat für Peshawar Sikh Sardar Radesh Singh Toni
انځور: DW/F. Khan

په پیښور، بنو او مستونګ کې د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې ترهګریزو بریدونو انتخاباتي مبارزې تر خپل سیورې لاندې راوستي او دې کار سردار رادیش سنګ ټوني هم ویرولی دی. ټوني چې له پیښور څخه ایالتي پارلماني ټاکنو ته کاندید دی وایي چې ده ته هم ګواښونه شوي دي چې په ټاکنو کې برخه وا نه اخلي. خو د هغه په خبره پر ګواښونو سربیره کور پر کور یي ټاکنیز کمپاین جاري ساتلی دی.

رادیش سنګ ټوني په پیښور کې ټولنیز فعال دی چې د سکانو په شمول د نورو لږکیو او مسلمانانو د ستونزو په هکله غږیږي. هغه د ښاروالۍ په ټاکنو کې هم خپل سیال ته په ډیر توپیر سره ماتې ورکړې وه. په پارلماني ټاکنو کې د ګډون له پاره هغه اوس خپله دغه څوکۍ پریښې ده.

رادیش سنګ ټوني له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ګواښونه زما لار نه شي نیولی. په پاکستان کې لږکۍ د ځانګړې څوکۍ له لارې پارلمان ته لار مومي. د کوم ګوند خلک چې دوی کاندیدوي نو باید د هماغه ګوند د منشور مطابق چلن وکړي او له دې کبله بیا د پارلمان دغه غړی د لږکیو له پاره غږ نه شي پورته کولی.»

د ټوني په خبره هر ګوند خپله اجنډا لري او د ټاکل کیدو په صورت کې به دی له هغه یوه حکومتي ګوند سره یو ځای کیږي چې د ګوند منشور یا کړنلاره د ده د لیدلوري مطابق وي. رادیش سنګ ټوني وایي چې په پښتونخوا کې تر اوسه لس سکان د ترهګرۍ پیښو ښکار شوي دي او له دې کبله له کوره د وتلو پر وخت ویره احساسوي: «خو زه اوس د دې کومه پروا نه کوم. د دولتي امنیت له اخیستو مې ځکه ډډه وکړه چې لګښت یې زما د وس خبره نه وه. که وټاکل شوم د روغتیا، تعلیم، د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې د آسانتیاو برابرولو او د لږکیو د حقونو له پاره به خپل غږ پورته کوم.»

رادیش سنګ ټوني د ایالتي پارلمان له ۷۵مې حوزې څخه د نورو ۱۶ نوماندانو په پرتله له اقتصادي لحاظه کمزوری دی. له همدې کبله هغه پر موټر سایکل باندې کور پر کور ګرځي، خلکو ته خپل پیغام رسوي او د رای ورکوونکو باور د راخپلولو هڅه کوي.

د رادیش سنګ ټوني، مسلمانو دوستانو نه یوازې هغه ته د انتخاباتي کمپیان مواد برابر کړي، بلکې دوو ځایي سیاسي ګوندونو یې د ملاتړ اعلان هم کړی دی. له کومې انتخاباتي حوزې چې رادیش سنګ ټاکنو کې برخه اخلي هلته د راجستر شوو سک رای ورکوونکو شمیر شپیته تنه دی، په داسې حال کې چې د ټولو هندو رای ورکوونکو شمیر ۱۲۰۰ تنه دی. خو د دغې انتخاباتي حوزې یو شمیر مهمو مسلمانو کورنیو د رادیش سنګ ټوني، د ملاتړ ژمنه کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د وروستۍ څپې راهیسې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه یوازې تر حجرو او هوټلونو پورې محدود شوي دي. سرپرست ایالتي حکومت ادعا کړې ده چې د کاندیدانو د امنیت ساتلو له پاره یې ګامونه اخیستي دي.

د سیاسي چارو کارپوه ګوهر علي خان، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د ټولو کاندیدانو او د ټاکنو امنیت ساتل د ټاکنو د کمیسیون لومړنی مسوولیت دی. په خیبر پښتونخوا کې ترهګرۍ او د کاندیدانو د هدفي وژنو پيښو رای ورکونکي هم ویرولي دي او له دې کبله ټاکنیز کمپاینونه پڅ شوي دي.»

د هغه په خبره د ادارو له لوري د دغو پيښو په هکله د تحقیقاتو لړۍ هم ګړندۍ نه ده او کومو کاندیدانو ته چې ګواښونه شوي کومه حل لاره ورته نه ده موندل شوې.

اوس مهال د ټاکنو کمیسیون د کاندیدانو د امنیت ساتلو له پاره کوم ګامونه اخلي؟ دا هغه پوښتنه وه چې د خیبر پښتونخوا د ټاکنو کمیسیون له ویاند سره د څو ځلې اړیکې ټینګولو سربیره هم په دې هکله کوم معلومات تر لاسه نه شول. په خیبر پښتونخوا کې یو شمیر سیاسي ګوندونه هم د امنیتي اندیښنو او د سرپرست حکومت د اقداماتو په هکله ملحوظات لري.

په مالاکنډ کې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بهټو د زوی بلاو بهټو زرداري غونډه او همداشان په پيښور کې د تحریک انصاف د ګوند غونډې هم د امنیتي اندیښنو له کبله لغوه شوي دي. همداشان عوامي نیشنل ګوند هم خپلې سیاسي هلې ځلې د سترو غونډو پر ځای کوچنیو غونډو ته رامحدودي کړی دي.

فرید الله خان، پيښور