1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيښور: مسجد کې چاودنې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي

۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعه

د خيبر پښتونخوا په مرکز پيښور ښار کې د جمعې په ورځ د شیعه مذهبه مسلمانانو په یوه مسجد کې درنه چاودنه شوې ده. پولیس وايي له ۳۰ ډير کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپیان دي. صدراعظم عمران خان دغه بمي چاودنه غندلې ده.

https://p.dw.com/p/47zuR
Pakistan Anschlag auf eine Religionsschule in Peschawar
د آرشیف انځورانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

دوهم تعقیب:

رويټرز خبري آژانس د چارواکو له قوله ليکي چې دا ځانمرګی برید وو.

اسوشتید پریس په خپل تازه رپوټ کې د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې په دغه برید کې ۴۵ تنه وژل شوی او شاوخوا ۶۵ نور ټپیان دي.

تر دې وړاندې د پولیسو مشر اعجاز خان  رويټرز ته د لږ تر لږه ۳۰ کسانو وژنه تائيد کړې وه او ويلي و و چې دا یو ځانوژنکی برید وو.

هغه رويټرز ته وويل چې دوه وسلوال کسان پر موټرسایکل مسجد ته نژدې ورسیدل چې د مسجد نه باندې د موظفو پولیسو له خوا د تلاشۍ له پاره ودرول شول. اعجاز خان زیاته کړه: «دوی [وسلوالو] پر پولیسو ډزې وکړې... او بیا مسجد ته ننوتل.»

 زياته شوې چې د پولیسو تحقیقات ادامه لري چې آیا دغو دواړو کسانو د مسجد په منځ کې چاودنه کړې او که نه.

پولیس وايي چې په ټپيانو کې د اکثرو روغتيايي وضعیت نازک دی. د ځايي پولیسو مشر، وحید خان وويل چې دغه چاودنه د پيښور د زوړ ښار، قصه خوانۍ په مسجد کې د جمعې لمانځه پر وخت شوې ده.

Pakistan | Bombenanschlag in einer Moschee in Peshawar
د پولیسو افسر اعجاز خان په خبره پر موټرسيکل سپرو دوو وسلوالو لومړی پر پولیسو ډزې وکړې او بیا مسجد ته ننوتلانځور: Muhammad Sajjad/AP/picture alliance

اسوشتید پریس له پیښوره ليکي چې تر چاودنې وروسته امبولانسونه د قصه خوانۍ تنګو کوڅو ته رسیدلي تر څو د پيښې ټپيان د ليدي ريډينګ روغتون ته ورسوي.

د دغه آژانس په وینا، تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو په سیمه کې داعش او د پاکستاني طالبانو ډلې دې ته ورته بریدونه ترسره کوي.

د شایان حیدر په نوم يوه عينی شاهد وويل، چاودنه دومره زوروه وه چې هغه يې د مسجد له منځه بهر کوڅې ته راګوزار کړ. حیدر زیاته کړه: «کله مې چې سترګې خلاصې کړې دوړې وې او هر طرف ته مړي پراته ول.»

د ليډي ريډينګ روغتون په عاجله څانګه کې د خلکو سخته ګڼه ګوڼه جوړه شوې او داکتران هڅه کوي تر څو د پيښې ټپیان ژر تر ژره تر عملیاتو او درملنې لاندې ونیسي.

د پاکستان صدراعظم دغه بمي بريد غندلی دی. په پاکستان کې چې اکثریت يې سني مسلمانان دي، شيعه مذهبه مسلمانان په اقلیت کې راځي چې په پرله پسې تر بریدونو لاندې راغلي دي.

آ/م.ک.ص./ب.ص.