1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پيښور کې د ځانمرګي برید د قربانیانو شمیر لوړی شوی

۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبه

په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې یوه ځانمرګي برید د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال وواژه. عوامي نیشنل ګوند له طالبانو سره د مخالفت له کبله په تیرو وختونو کې هم د بریدونو هدف ګرځیدلی.

https://p.dw.com/p/31FST
Pakistan Anschlag in Peschawar
انځور: Reuters/F. Aziz

پاکستاني چارواکو تر دې دمخه ویلي ول چې په پيښور کې یوه ځانمرګي برید د سه شنبې په ماښام په یوه سیاسي غونډه کې ۱۳ کسان وژلي او ۵۴ تنه ټپیان کړي دي. خو د لیډي ریډنګ روغتون، یوه ویاند ذوالفقار علي بابکرخیل د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی. د هغه په خبره ۱۸ تنه ملکیان دي او دوه نور لا نه دي پیژندل شوي. د پولیسو په وینا پيښه د سیمې پر وخت د شپې پر ۱۱ بجو او ۱۴ دقیقو رامنځ ته شوه.

د رپوټونو له مخې په دغه برید کې د عوامي نیشنل ګوند کاندید ایالتي مشر هارون بلور وژل شوی دی. زیاته شوې ده چې برید هغه مهال رامنځ ته شو، کله چې بلور خپلو شا او خوا ۲۰۰ ملاتړو ته د وینا کولو له پاره دریځ ته پورته کیده.

هارون بلور د عوامي نیشنل ګوند د مشر سیاستوال بشیر احمد بلور زوی وو. بشیر احمد بلور، هم په ۲۰۱۲م کال کې د پاکستاني طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. د هارون بلور ۱۶ کلن زوی دانیال، هم د سه شنبې په ورخ د سختو ټپیانو شو کسانو په ډله کې دی.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دی چې د پاکستاني طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو ویلي دي چې عوامي نیشنل ګوند د «خپل سیکولار دریځ» له کبله د برید هدف ګرځولی دی.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین ویلي دي چې د برید موخه د پاکستان د دیموکراتیک سیستم له لارې اړول دي. په عین وخت کې د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون مشر سردار محمد رضا ویلي دي: «دا زموږ د امنیتي بنسټونو کمزوروالی او د رڼو ټاکنو پر ضد دسیسې په ګوته کوي.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او راتلونکي صدراعظمۍ ته احتمالي کاندید عمران خان، د ټویټر د پیغام له لارې دغه برید غندلی دی. هغه په خپل پيغام کې لیکلي دي چې «دغه ترهگر بريد په کلکه غندي.» هغه غوښتنه کړې ده چې د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې باید دولت د ټولو کاندیدانو امنیت ټینګ کړي.

د روان کال د جولای مياشتي پر ۲۵مه نیټه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي.