1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي، پکتیا کې د ښوونځیو پرانستلو په اړه څېړنه کوي

امید دیدار
۱۴۰۱ شهریور ۱۶, چهارشنبه

د پکتیا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې له شبږم پورته د نجونو ښوونځي پرانستل شوي. ځايي طالبان یې مني؛ خو د حکومت ویاند یې وايي څېړنه کوي، چې دغه ښوونځي چا، ولې او د چا په امر پرانستي دي؟

https://p.dw.com/p/4GV8N
طالبانو افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو امر کړی دی
طالبانو افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو امر کړی دیانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د پکتیا ولایت اوسېدونکيو دویچه ویله ته وویل، شاوخوا دولس ورځې مخکي په ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو پرانستې ته د طالبانو استازو اجازه ورکړې او تر اوسه دغه ښوونځي پرانستي او درسونه پکې دوام لري.

د مرکز ګردېز یوه قومي مشر، فضل الدین جلالزي چې یوه لور یې د ښوونځي په اوم ټولګي کې ده او اوس مکتب ته ځي، دویچه ویله ته وویل چې لور یې تر یوه کال په کور کې له ناستي وروسته اوس ښوونځي ته ځي او خوشاله ده.

په افغانستان کې د فرهنګې ستونزو له امله د نجونو ښوونځې تړل شوي دي؟

هغه وویل، د دغو محدودو پنځو ښوونځيو له پرانستې تر دې دمه کومه ستونزه نه ده پیدا شوې او نه هم د طالبانو د حکومت کوم تازه بندیز لګولی؛ خو د ده معلومات ښيي چې ښايي په لنډو ورځو کې نور ښوونځي هم پرانستل شي: «تر څو پورې چې موږ معلومات لرو، حکومت خپله اجازه ورکړې. د دوی کس راغلی مکتب ته یې ویلي، چې مکتب پرانیزئ او کومې نجونې چې مکتب ته ځي درس ورکړئ. نجونې هم همداسې خبرې شوې او ښوونځي ته ځي. ښه مکمل درسونه شته او حتی ځینې چارواکي د کنټرول له پاره، چې ښوونکي کنټرول کړي هلته ورځي.»

د دې قومي مشر د معلوماتو له مخې، اوس د ښوونځيو يوه ستونزه د ښوونکیو کمښت دی او هیله لري چې دا به هم ژر تر ژره حل شي. د دې ولایت یوه بل اوسېدونکي رفیع مسعودي هم دویچه ویله ته وویل چې په ګردیز کې له نیږدې دوو اونیو راهیسې تر دولسم ټولګي د نجونو ښوونځي پرانستل شوي، خو دی بیا وايي چې په ښوونځي کې ډېر کم درسونه ورکول کېږي.

نوموړي وویل چې تر اوسه د طالبانو د حکومت له لوري یوازې د حجاب سپارښتنه شوې او نور کوم بندیز نه دی لګول شوی: «یوازې دومره یې ویلي وو چې تاسې حجاب او څادري وکړئ او بغیر له هغې مه راځئ.»

د جمهوري حکومت له سقوط مخکې د بلخ مرکز مزارشریف کې د نجونو یو ښوونځی، ۲۰۲۱ کال اکتوبر لسمه
د جمهوري حکومت له سقوط مخکې د بلخ مرکز مزارشریف کې د نجونو یو ښوونځی، ۲۰۲۱ کال اکتوبر لسمه انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

د پکتیا اوسېدونکي او قومي مشران که څه هم ظاهراً وايي چې د ښوونځیو پرانستلو پرېکړه د طالبانو استازو کړې، خو پکتیا کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له پاره د طالبانو رئیس خالقیار احمدزي دویچه ویله ته وویل، د ښوونځيو پرانستلو پرېکړه د ښوونځیو مدیرانو کړې او د دوی حکومت یې هم مخه نه ده نیولې.

هغه وويل: «یو څو ورځې کېږي چې د ښوونځیو مدیرانو له خوا د شپږم ټولګي پورته د اناثو برخې شاګردانې راغوښتل شوي دي. البته محدود ښوونځي دي. په مرکز کې پنځه ښوونځي دي. د پوهنې ریاست له خوا یې نظارت کېږي. درسونه یې پیل کړي دي.»

نوموړی وايي چې د ښوونځيو په پرانستلو کې ولایتي او مرکزي حکومت کوم رول نه درلود او پنځه واړه د ښوونځيو مسئولینو پرانستي دي.

د نجونو د ښوونځیو بندیدو نجونې له رواني فشارونو سره مخامخ کړي

پکتیا کې د ښوونځيو د پرانستې له رپوټونو خپرېدو وروسته تېره ورځ په کابل کې د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد یوې خبري ناستې ته ویلي چې په پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانستلو په اړه څېړنه کوي چې دا چا، ولې او په کومو شرایطو پرانستي دي؟

هغه وویل: «دا چې تاسو د پکتیا یادونه وکړه تر څېړنو لاندې ده، بلې په ټولو ولایتونو کې د درسونو یوه اړتیا ده، خو کله چې شرایط ورته برابر شول د پوهنې وزارت به یې په ټول هیواد کې یو ډول پيل کړي. دا چې په پکتیا ولایت کې د یو مورد یادونه کیږي، دا تر اوسه روښانه نده چې د چا په امر شوي، او څه ډول شرایط چمتو شوي دي او یا څېړنو او تحقیق ته اړتیا سته او کنه، موږ به په دې اړه وروسته معلومات ورکړو.»

د طالبانو د حکومت له پاره د پکتیا د ځايي چارواکیو او مرکزي حکومت د ویاندویانو تر منځ د دریځونو دې توپیر ته په کتو، داسې ګونګوسې هم شته چې د نجونو ښوونځیو پرانستلو په اړه طالبان څو ډلې شوي او ځینې یې د ښوونځیو پرانستل غواړي. دویچه ویله ته د پکتیا او خوست ځینو خلکو دا خبره هم کړې چې په پکتیا کې د حقاني ډلې په امر ښوونځي پرانستل شوي، خو تر اوسه په دې اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نجونې د کابل په یوه دیني مدرسه کې زده کړې کوي
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نجونې د کابل په یوه دیني مدرسه کې زده کړې کويانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

خو د چارو شنونکي په کابل او ولایتونو کې د طالبانو د حکومت چارواکیو تر منځ د همغږۍ نشتوالی دا په ډاګه کوي چې دا ډله د مشرتابه په کچه د عمل او وینا تر منځ واټن لري او په یوه خبره نه دي. د سیاسي چارو شنونکي حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل: «دا خپله د قانون او عمل انارشي ده. یوه ولایت کې ښوونځي خلاص او بل کې تړلي دي. ویلی شوي چې د طالبانو په مشرتابه دوګانګي، د پرېکړو عدم کوردینا او د عمل دوګانګي وجود لري. افغانان تشویش لري چې که په لویو سیاستونو کې هم دوی دغسې مختلف دریځونه ولري، نو کېدای شي نړیواله ټولنه او افغانان پرې نور هم بې باوره شي.»

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شینواري د طالبانو په واکمنۍ کې په ولسي کچه د ښوونځیو پرانستل زوړرتیا ګڼلې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې د خلکو دغه اقدام ګټور وګڼي او مخالفت یې و نه کړي.

اوچا: زده کړو ته د نجونو لاسرسی د افغانستان یوه جدي اړتیا ده

په ورته وخت کې داسې راپورونه هم شته چې پر پکتیا سربېره په کونړ او د افغانستان د شمالي ولایتونو په ځينو سيمو کې هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانستل شوي دي.

یو کال وړاندې واک ته د طالبانو رسېدو سره دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيي بند کړي او ویلي دي چې د ښوونځیو خلاصون له پاره پر یوې طرحې کار کوي، خو دا چې دغه طرحه به کله چمتو کېږي، لا معلومه نه ده.

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل