1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځينې ازبکان ولې تندلارۍ ته مخه کوي؟

۱۳۹۶ آبان ۱۱, پنجشنبه

د کار د کمښت او د ورځني ژوند د سخت کنترول له کبله، په ميليونو ازبکانو په وروسيو کلونو کې ازبکستان پرېښی او نورو هېوادونو ته يې مخه کړې ده. په سلګونو ازبکان په منځني ختيځ کې له «اسلامي دولت» يا داعش سره يو ځای شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/2msra
Syrien Krieg - Rebellen mit IS-Flagge in Aleppo
انځور له ارشیف څخه: په سوریه کې یو ځوان جنګیالی د اسلامي دولت له بیرغ سره انځور: Reuters/K. Ashawi

سيف الله سايپف يعنې هغه ازبک کډوال چې ورباندې د سه شنبې په ورځ په نيو يارک کې د لارۍ په واسطه د اتو تنو د وژلو تور پورې شوی دی، کېدای شي دغې لارې يعنې تندلارۍ ته هغه مهال مخه کړې وي چې په لويديځ کې د خپل ژوند پر مهال له مشکلاتو سره مخامخ شو.

د امريکا متحده آيالاتو د پوليسو په حواله دغه ۲۹ کلن سړي د انترنېټ له طريقه د اسلامي دولت لارښوونې تعقيبولې مخکې له دې چې بريد تر سره کړي. سايپف لږ تر لږه څلورم مرګونی داسې بريد تر سره کړی دی چې سږ کال د يوه ازبک الاصله کس يا د ازبکستان د يوه تبعه له خوا تر سره کيږي. د هغه دغه عمل د مرکزي آسيا د دغه هېواد له حده زيات تاثير راپه ګوته کړی دی چې د نړيوال جهاديزم په برخه کې يې په وروستيو څو مياشتو کې لوبولی دی. ازبکستان ټول ټال ۳۲ ميليونه اوسېدونکي لري. په قزاقستان کې مېشت د مرکزي آسيا د چارو شنونکی، الکساندر کنيازف، په دې هلکه وايي: «دغه شيان وخت ته ضرورت لري څو شکل ونيسي او څه چې نن ګورو د [اسلامي دولت او ورته ډلو له خوا] د هغو فعاليتونو پايله ده چې په وروستيو څو کلونو کې يې کړې دي.

د کريموف ځای ناستی به څوک وي؟

«هېر شوی نسل»

هغه کسان چې د ازبکستان چارې څاري، د هغو معلوماتو په اساس چې د سايپف په هکله تر اوسه موجود دي، وايي چې هغه ښايي د ازبکو نارينه و په هغه «هېر شوي نسل» پورې تعلق ولري چې د شوروي له دغه پخواني جمهوريت څخه د ښه ژوند په نيت وتلي دي چې نه سمې ديني زده کړې لري او نه په لويديځ کې ژوند ته آماده وي. دا مشکل او هغه بله عامه ستونزه څو سړی په يوه پردي هېواد او کلتور کې ځان مدغم او ورسره عيار کړي، کېدای شي د دې سبب ګرځېدلی وي، چې دی د تندلارو تر تاثير لاندې راشي. مير احمد مومنوف چې د لارۍ چلونکی او د متحده آيالاتو په ستو ښار د اوهايو په آيالت کې د ازبکانو د ټولنې فعال دی د تليفون د لارې د رويترز خبري اژانس ته وويل: «هغه په يوه شېبه يعنې سمدلاسه مذهبي شو.»

مومنوف زياته کړه چې سايپف پخوا د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ژوند کړی وو. مومنوف دا هم وويل چې «هغه په متحده آيالاتو کې ديني زده کړو ته مخه وکړه» وروسته له هغه چې د امريکا په متحده آيالاتو کې يې د ديني او مذهبي آزادۍ تجربه وکړه او خوند يې ځنې واخيست. اسلام په اکثريت مسلمان هېواد ازبکستان کې تر ټولو زيات پيروان لري خو په عمل کې خلک د دولت له خوا ډېر زيات کنتروليږي ځکه چې له تندلارۍ څخه ډېره اندېښنه موجوده ده. د کمونست ګوند د پخواني مشر، اسلام کريموف، له خوا دغه هېواد د دوو لسيزو په اوږدو کې په کلکه او اوسپنيز لاس اداره شوی دی. اسلام کريموف پروسږ کال مړ شو. د هغه ځای ناستي، شوکت ميرزائيف، د ۲۰۱۶ کال په پای کې د قدرت واګي تر لاسه کړل چې چارواکو اوس لږ څه نرم چلند هم غوره کړی دی. داسې هيله هم موجوده ده چې اقتصادي اصلاحات به د اقتصاد په برخه کې آسانتياوې راولي. ميرزائيف په سپتمبر مياشت کې وويل چې هېواد يې د امنيت په برخه کې د ممکنو تندلارو کسانو د ۱۷۰۰۰ کسانو لرونکي يوه تور لست څخه تقريبا ۱۶۰۰۰ کسان حذف کړي دي او غواړي چې هغوی «بېرته ټولنې ورګډ او هغوی ته زده کړې هم ورکړي.»

زموږ له ارشیف څخه