1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

څارنوالي په ارګ کې د فحشا د تورونو په اړه څیړنې پیل کړي

۱۳۹۸ خرداد ۸, چهارشنبه

د افغانستان لوی څارنوال د سه شنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني، په اداره کې د جنسي اړیکو په بدل کې د ښخو له خوا د دندو تر لاسه کولو تورونو په اړه څېړنه پیل کړې ده. دغه تورونه د غني د یوه پخواني مشاور له خوا لګیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3JN79
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

تیره اوونۍ د ولسمشر پخواني امنیتي مشاور جنرال حبیبت الله احمدزي، له یوه ځایي تلویزیون سره په مرکه کې دغه تورونه ولګول چې په پایله کې یې په کابل کې سختې نیوکې را وپاریدې. د ټولنیزو رسنیو ډیر کارونکي اوس په دې اړه د څیړونو غوښتنه کوي.

د افغانستان لوې څارنوالۍ اوسه په یوه بیانیه کې د دغو تورونو «په جدي، عادلانه او خپلواک ډول» څیړنو خبره کړې ده. څیړونکو لا وختي له احمدزي څخه غوښتي دي چې تر پنجشنبې ورځې پورې داسې شواهد او اسناد وړاندې کړي چې د هغه ادعاوې ثابتوي.

احمدزي تیره اوونۍ په یوې تلویزیوني مرکه چې بیا په ټولنیزو رسنیو کې ډیره لاس په لاس هم شوه، پرته د اسنادو د وړاندې کولو څخه د ولسمشر غني پر ادارې باندې د پراخ فساد تور ولګاوه او ویې ویل چې په ارګ کې «ځینې کړۍ» له ښځو جنسې استفاده کوي او بیا وروسته په حکومت کې لوړی څوکۍ ورکوي.

هغه زیاته کړې وه: «خلکو په سیستماتیک ډول په ارګ کې د فحشا د ترویج له پاره کار کاوه.»

د احمدزي دغه تورونه په لومړي سر کې د ملي امنیت شورا د پخوانۍ مشاورې مریم وردک، له خوا تایید شول. هغې له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې د احمدزي خبرې حقیقت منعکسوي. خو میرمن وردک بیا وروسته په رسنیو کې څرګنده شوه او ټینګار یې وکړ چې د هغې له خبرو ناسم مفهوم اخیستل شوی دی.

د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند د احمدزي خبرې په کلکه رد کړې او هغه یې «په بشپړه توګه ناسمې او بې اساسه» وبللې. هغه زیاته کړه: «دا موضوع به په جدي ډول وڅیړل شي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې احمدزي په پارلماني ټاکنو کې تر ناکامیدو وروسته، بیرته د مشاوریت دندې ترلاسه کولو هڅه وکړه خو کله چې د ارګ له خوا ورته منفي ځواب ورکړل شو، نو هغه په دغو ډول څرګندونو پیل وکړ.

(ms/nz (afp