1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څيړونکي: طالبان په خپلو کې د ښځو پر موضوع هم نظره نه دي

۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

د سولې د څيړونکو په نظر د ښځو پر موضوع د طالبانو نظرونو سره ويشل شوي دي. په داسې حال کې چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې تر شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي، په شمالي سيمو کې بيا دغه ښوونځي فعال دي.

https://p.dw.com/p/4FRf9
Afghanistan Kabul | Frauendemonstration für Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP

په بن کې د شخړو د مطالعې د نړيوال مرکز د مشر ګونراد شيتر د ارزونې پر اساس طالبان د ښځو پر موضوع هم نظره نه دي. نوموړی وايي: «طالبان يوه ډېره ويشل شوې او د بېلو نظرونو ډله ده.»

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک د ترلاسه کولو د لومړۍ کلیزې په درشل کې د «اي پي دي» خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې همدا وو په مارچ مياشت کې د نجونو د تعليم پر موضوع د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلافات وليدل شول.

نوموړي وویل: «موضوع دا وه چې آيا د اوم ټولګي نجونې صنفونو ته پرېښوول شي او که نه – لومړی هغوی [طالبانو] هو او بيا وروسته نه وويل.« د شيتر په خبره دا په ښکاره توګه ښيي چې محافظه پال نظر لرونکي بريالي ول.

خو په عين حال کې د شيتر په خبره د افغانستان په يو شمير شمالي سيمو کې تر شپږ ټولګي پورته د نجونې ښوونځي پرانيستي دي. شیتر په دې اړه وایي: «هلته نور سياستونه پر مخ وړل کیږي.»

د طالبانو په واکمنۍ کې د کار کولو په اړه د ښځو نااميدي

د سولې څيړونکی شېتر د دې په تعقيب وایي چې له معتدلو طالبانو سره خبرې اړينې او ممکنې دي. هغه زياتوي: «منځلاري باید پياوړي شي څو د دې غورځنګ په منځ کې د هغوی خبره هم وزن پيدا کړي.» د نوموړي په خبره د دې ویره موجوده ده چې د نړيوالې ټولنې د مداخلې پرته به راديکال نور ډېر نفوذ هم پیدا کړي.

د طالبانو له خوا د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ نېټه د واک د ترلاسه کولو راهيسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په شديده توګه محدود شوي دي. له هغو فعالانو څخه یې ډېر چې د دې محدوديتونو پر ضد احتجاج کوي، نيول شوي او تري تم شوي هم دي.

افغان میرمنې د مکتبونو د تړل کیدو له بدو عواقبو خبرداری ورکوي

که څه هم د ګونتراد شيتر په حواله په کابل کې د طالبانو مشرتابه د ځينو موضوعاتو په اړه بحث ته چمتووالی ښکاره کوي خو د حقونو په برخه کې داسې نه ده. شيتر وايي: «په نورو برخو کې د مثال په توګه له بهرنيو مرستندويه ټولنو سره د چلن په برخه کې هغوی خبرې ته غوږ نيسي او همکارۍ ته چمتو دي.» د نوموړي په خبره هغوی د خپلې پخوانې دورې په څېر له زور څخه هم ډېر کار نه اخلي خو «د ښځو پر موضوع یې دريځ په ډېر شدت سره دوام پيدا کړی دی.»

شیتر وايي دا د افغانستان د ولس په ډېرو برخو کې د ښځو د موقف په درک کولو پورې هم اړه لري. هغه زياتوي: «موږ له یوې ډېرې محافظه پالې او پلار سالاره ټولنې سره لاس او ګريوان يو.» د نوموړي په خبره په دې وروستيو کلونو کې تل دا موضوع د منځلارو او محافظه پالو ترمنځ د اختلاف ټکی اوسیدلی دی. شيتر زياتوي: «د ښځو په خپل دودیز نقش کې له ساتلو سره طالبانو د خپلو کلاسيکو پلويانو د نظر سره سم عمل کړی دی.» د مثال په توګه د ډېرو لېرې پرتو سيمو قومي مشرانو د چټک بدلون څخه وېره درلودله.

خو شيتر وایي چې نورې نړۍ، زياتره افغان ميرمنې او د ښارونو اوسيدونکي بيا برعکس د بدلون غوښتونکي ول. هغه زياته کړه: «دا موضوع يوازې په طالبانو پورې ډېره اړه نه لري، بلکې په دې تېرو ۱۰۰ کلونو کې یې په اړه ټول هېواد ويشتل شوی وو.»