1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: آلمانان له مهاجرو سره پر ګډ ژوند خوښ دي

۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

په آلمان کې د مهاجرت ضد مظاهرو او پراخو بحثونو سربیره، ډیري آلمانان په دغه هیواد کې د بهرنیانو ادغام مثبت ارزوي. البته د آلمان د ختیځ یو شمیر اوسیدونکي او نارينه د ښځو په پرتله، دې مسئلې ته د شک په سترګه ګوري.

https://p.dw.com/p/354az
Berlin Ramadanfest Symbolbild Integration
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

د ادغام او مهاجرت په چارو کې د آلماني کارپوهانو د شورای بنسټ (SVR) رپوټ ورکړی دی چې آلماني اتباع او همدارنګه هغه آلمانان چې د مهاجرت پسمنظر یا ريښې لري، د مهاجرو له ټولنې سره ګډ ژوند په مجموع کې مثبت ارزوي.

د دې پراخې ارزونې پایلې له دې ته ورته یوې ارزونې چې په ۲۰۱۵ م کال کې ترسره شوې وه، ډیر لږ توپير لري. د «د مهاجرت او ادغام له پاره د آلماني شورا بنسټ» هر کال د مهاجرو د ادغام په هکله د خلکو نظرونه تر ارزونې لاندې نیسي.

دغه نظر سنجي له صفر(ډير منفي) څخه نیولې تر ۱۰۰ (ډیر مثبت) پورې د مقیاس په اساس ترسره کیږي. په دې ارزونه کې په ټوله کې د مهاجرو د منل کیدو، په روزنیزو برخو کې د دوی د ادغام او یا هم له آلمانانو سره د مهاجرو د اړیکو په هکله نظر اخیستل کیږي.

د ۲۰۱۷ کال له جولای څخه د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ پورې په مجموع کې ۹۲۹۸ تنه د تليفون له لارې پوښتل شوي دي.

په پوښتل شویو کسانو کې ۱۴۳۸ تنه هغه آلمانان وو چې په دې وروستیو کې له نورو اروپایې هیوادونو څخه بیرته آلمان ته راغلي دي، ۱۴۷۹ ترک ټبره آلمانان دي، ۱۵۳۲ تنه یې په آلمان کې د اروپایې اتحادیې د نورو غړو هیوادونو مهاجر ول او پاتې ۱۷۶۰ تنه یې هغه آلمانان ول چې له اروپا څخه د باندې د نړۍ د نورو هیوادونو د مهاجرت ریښه لري.

د دې ارزونې له مخې د هغو آلمانانو چې د مهاجرت ريښې نه لري، د مهاجرو د ادغام نظر ډیر لږ یعنې شاوخوا ۲ سلنه تغیر کړی دی، د بیلګې په توګه په ۲۰۱۵ م کال کې د ارزونې نمره له ۶۵،۴ څخه ۶۳،۸ ته راټیټه شوې ده. خو په هر صورت د دې ارزونې پایلې له (۵۰ سلنې څخه د پورته مقیاس) سره په ښکاره ډول مثبتې دي.  د ۲۰۱۶ م کال د ارزونې په پرتله د اروپایې هیوادونو د مهاجرو په هکله هم د خلکو په نظر کې د منفي پر لور ډیر لږ میلان لیدل کیږي.

له مهاجرو سره د آلمانانو مستقيم تماسونه

د مهاجرت او ادغام له پاره د آلماني شورای د بنسټ په اند، د مهاجرو په مخالفت کې د عامه بحثونو په ډیریدو سربیره، د دوی په هکله د خلکو نظرونه لکه څنګه چې یې تمه کیدله دومره منفي شوي نه دي.

Sprachkenntnis bei Ehegattennachzug Symbolbild
په برلين کې له آلمانانو سره د مهاجرو ګډ ژوندانځور: imago/Lem

د ګډ ژوند په اړه د ارزونو پایلې د آلمان په هغو سیمو کې چې په ورځني ژوند کې یې مثبت کلتوري تنوع لیدل کیږي مثبتې دي. د آلمان د ختیځو ایالتونو اوسیدونکي د دغه هیواد د لویدیځو ایالاتونو د اوسیدونکو په پرتله د مهاجرو د ادغام په مسئاله کې یو څه بدبينه دي.

د ارزونې چمتو کونکي د دې بدبینې دليل له مهاجرو سره د دوی په لږ تماس کې ويني.

د دې بنسټ مشره میرمن انیته ویدمان مواتس، په دې اړه د توضیحاتو په ورکولو سره وویل په هغو ځایونو کې چې له مهاجرو سره آلمانان په مستقيم ډول په تماس کې دي، داسې احساسیږي چې دوی یو بل سره ښې اړيکې لري او ګډ ژوند په کې ډیر دی.

خو د دې ارزونې لیکونکي ټینګار کوي چې په ټوله کې د آلمان په ختیځ کې د مهاجرو په اړه د منفي نظر خبره نه شو کولی.

د دغو څیړنو له مخې د آلمان د ختیځو ایالتونو د اوسیدونکو ترڅنګ یوه بله ډله هم د مهاجرو ادغام ته د شک په سترګه ګوري. د دې ارزونې له مخکې ښځې د سړو په پرتله د مهاجرو په اړه خوشبینه دي، البته دا نظر یوازې د آلمان په لویدیځو ایالتونو کې د لیدو وړ دی.

د دې څیړنې لیکونکي نورو ارزونو ته په اشارې سره توضیح ورکوي او وایې چې د دې لامل دا دی چې ښځې د سړو په پرتله له مهاجرو سره د مرستې په برخه کې ډیرې فعاله دي.

د دې شورای مشر توماس باور د دې څیړنې د پایلو د اعلانولو پر مهال وویل چې د مهاجرت په اړه روان بحثونه په اوږدمهال کې د دوی ګډ ټولنیز ژوند په خطر کې نه اچوي.