1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: آلمان په کال کې ۲۶۰ زرو مسلکي مهاجرو ته اړتیا لري

۱۳۹۷ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

یوې څېړني موندلې ده چې د اروپايي ټولنې له غړو هیوادونو څخه آلمان ته مهاجرت به د دې هیواد د کار په بازار کې د کارگرو اړتيا پوره نه کړي. له همدې کبله باید آلمان هر کال له غیر اروپايي هیوادونو ۱۴۶ زره مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/3DC4Y
Deutschland Wirtschaftsaufschwung
انځور: Getty Images/J.-U. Koch

د سه شنبې په ورځ په يوه خپره شوې څېړنه کې راغلي دي چې آلمان تر۲۰۶۰ کاله پورې هرکال ۲۶۰ زرو کارګرو مهاجرو ته اړتیا لري چې د کار بازار خلا چې د نفوس د کمښت او زړښت له کبله رامنځ ته شوې، ډکه کړي.

د «برتلسمن بنسټ» له خوا په خپره شوې دې څېړنه کې راغلي دي چې له دې شمیر څخه باید هرکال ۱۴۶ زره یې له داسې هیوادونو څخه آلمان ته راشي چې د اروپايي ټولنې غړي نه وي.

د څیړنې پر اساس، دا چې د آلمان د نفوس يوه برخه مخ پر زړښت ده، که دې هیواد ته مهاجر را نه شي نو تر۲۰۶۰م کاله پورې به د آلمان د کار قوه یو پر دریمه برخه کمه شي. په دې ترتیب به نو په دې کال کې د آلمان د کار په بازار کې د ۱۶ میلیونو کارګرو کمښت موجود وي. که آلمان ته مهاجرت تر سره نه شي نو د کارګرو د شمیر کمښت به د نړۍ پر دې څلورم تر ټولو لوی اقتصاد باندي ډیره ناوړه اغېزه وکړي.

په څېړنه کې اټکل شوی دی چې هرکال به آلمان ته د اروپايي ټولنې له غړو هیوادونو څخه ۱۱۴ زره کسان مهاجرت وکړ، خو بیا هم کیدای شي چې په آلمان کې د تقاعد د سن د لوړوالي له کبله د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو ډیر اوسیدونکي به دې ته زړه ښه نه کړي چې په آلمان کې ژوند او کار وکړي.

د «برتلسمن بنسټ» اجرائیه وي مشر یورګ دراګر، رسمي شمیرو ته اشاره کړې ده چې ښيي په ۲۰۱۷م کال کې یوازې ۳۸ زره کارګر آلمان ته راغلي او په دې هیواد کې پاتې شوې دي.

په څېړنه کې راغلي دي چې آلمان د مهاجرت داسې قوانینو ته اړتیا لري چې د منځني او لوړو مسلکي زده کړو خاوندان مهاجر جذب کړي او باید برلین د ادغام لا ښه پروګرامونه پلي کړي.

دغه څېړنه د «کار د څېړني انستیتوت» او د «کوبورګ پوهنتون» له خوا په ګډه ترسره شوې ده.