1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څېړنه: ډيري د زړه حملې د کریسمس په شپو کي کيږي

۱۳۹۷ آذر ۲۳, جمعه

کارپوهان اوس دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د کریسمس رخصتۍ د انسان روغتیا ته خطر پيښولی شي. دا چې ولې په دې رپوټ کې یې لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/3A5Tg
Junger Mann mit Herzschmerzen
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Begsteiger

د کارپوهانو په حواله د دسمبر میاشتې د ۲۴ نیټې په ماښام د زړه د حملې خطر تر ټولو ډیر وي له همدې امله دا د رخصتیو تر ټولو خطرناکه ورځ ګڼل شوې ده. دغه نتیجه د «بي. ام. یو» په طبي مجله کې خپره شوې ده.

د لوډ په پوهنتون کې د څیړونکي سويډني ډلې مشر د زړه د ناورغیو پروفیسور دیوید ایرلنګي کوله. په دې څیړنه کې د ایرلنګي، ټیم د نږدې ۲۸۰ زره داسې کسانو د کوائفو په هکله تحقيقات وکړل چې له ۱۹۹۸م څخه تر ۲۰۱۳م کاله پوري د زړه د حملې له امله روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د دې نوي څیړنې له مخې د دسمبر میاشتې پر ۲۴ د شپې ۱۰ بجې د زړه د حملې خطر تر ټولو ډير ښودل شوی دی، یعنې دا خطر د رخصتیو له پیل څخه دوې اونۍ مخکې او دوې اونۍ وروسته وخت په پرتله ۳۸ سلنه زیات وي.

د څیړنو د پایلو له مخې د زړه د حملې خطر د دسمبر د ۲۴ ترڅنګ د همدې میاشتې پر ۳۱ هم زیات وي، خو د نوي کال په شپه بیا داسې نه ده. همدارنګه د زړه د دریدو یا د زړه حملې ستونزه په پاخه عمر، ناروغه او کمزوره کسانو کې زیات ښودل شوې ده.

څیړونکو ویلي دي چې له دوی سره داسې معلومات نه شته چې د زړه د حملې اصلي دليل څه کیدای شي، خو دغه نتیجه له اټکلونو څخه اخیستل شوی ده.

دا لومړی ځل نه دی چې سویډني کارپوهانو د زړه له حملې سره د باندنیو عواملو په اړه څیړنه کوي. د روان کال په اوایلو کې د یوې څیړنې پایلې خپرې شوې وې چې په سړه او له وريځو ډک اسمان په موسم کې د زړه د حملې خطر زیاتیږي.

زموږ له ارشيف څخه: