1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څېړنه: ښه ناشته د زړه د روغتيا له پاره اړينه ده

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

يوه تازه څېړنه ښيي چې د هغو کسانو زړونه چې سهار ښه ډوډۍ خوري، د هغو په پرتله ډير روغ پاتيږي چې سهار ناری (ناشته) نه کوي.

https://p.dw.com/p/3EqOZ
Ausgewogene Ernaehrung
انځور: picture-alliance/dpa/C.Klose

د يونان د اتن پوهنتون د زړه د ناروغيو څانگې په يوه څېړنه کې د دوو زرو کسانو د زړه روغتيا و ارزول شوه. د دې څېړنې د پايلو پر اساس هغه کسان چې په ورځني ژوند کې د سهار ډوډۍ پر وخت داسې خوراکي توکي خوري چې بدن ته ښه انرژي ورکوي، د هغوی د زړه رگونه د نورو په پرتله روغ وي او په امراضو د اخته کيدو خطر یې کم وي.

د دې څېړني بشپړه نتايج به د «امريکن کالج آف کارديالوجي» چې انگلسي لنډيز یې «ای سي سي» دی، په يوه کلنۍ غونډه کې هم وړاندي شي. د «ای سي سي» په دې غونډه کې به د زړه په هکله د ترسره شوي يوې بلې څېړني نتايج هم وړاندې کړل شي چې په حواله یې تلویزيون ته زيات کښيناستل يا زيات تلویزيون کتل هم د زړه د مرضونو باعث کيدلی شي.

د اتن پوهنتون د دې روغتيايي څېړنې د ترسره کوونکي ډلې مشر او د زړه د ناروغيو متخصص ډاکتر سوتيريوس سلاماندريس وويل چې يو انسان چې په ورځ کې څومره کالوري ته ضرورت لري، که د هغې پنځمه برخه د سهار له ډوډۍ يا ناشتې ترلاسه کړي نو د دغه کسانو د زړه په رگونو کې په ښکاره توگه د چربي مقدار کم وي او رگونه یې کلکيږي هم نه.

د بريتانيا د عامې روغتيا د خدماتو په حواله ښځي په اوسط ډول د ورځې دوه زره او نارينه دوه نيم زره کالوري ته اړتيا لري.

د څېړني په حواله ښه يا مناسبه ناشته داسي ډوډۍ ته ويل کيږي چې په عمومي ډول پکښې شيدې، پنير، ډوډۍ او شات شامل وي. د څېړني په حواله د هغو کسانو څخه یې د ۱۵ سلنه د زړه رگونه چې سباناری نه کوي، نورمال نه ول.

Fernsehen Flachbildfernseher TV
ډېر تلويژيون ليدل هم زړه ته خطرناک ديانځور: Colourbox

همداراز د دې کسانو د مرۍ په رگونو کې د چربي زيات مقدار ۲۸ سلنه وو، په داسې حال کې چې کومو کسانو چې سهار ښه ډوډۍ خوړله، په هغوی کې د دې چربي مقدار ۲۷ سلنه وو.

ډير تلویزيون ليدل هم د زړه له پاره خطرناک دي

د ډاکتر سلاماندريس ډلې د خپلو څيړنو په ترڅ کې دا هم وموندل چې هغه کسان چې ډير وخت تلویزيون ته کښېني، د زړه په مرض د اخته کيدو امکانات یې زيات وي. د څېړني د موندنو پر اساس د هغو کسانو په رگونو کې چې په اوونۍ کې تر ۲۱ ساعتونو زيات تلویزيون گوري، د چربي د زياتېدو امکانات د هغو کسانو په پرتله چې په اوونۍ کې يوازې ۷ ساعته تلویزیون ته کښيني، دوه برابره زيات وي.

همداراز د هغو کسانو د وينې فشار د لوړيدو امکان د نورو په پرتله ۶۸ سلنه زيات وي چې په اوونۍ کې تر۲۱ ساعتو زيات تلویزيون گوري. همداشان د دوی په شکر د اخته کيدو خطر هم ۵۰ سلنه زياتیدلای شي.

زموږ له آرشيف څخه: