1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: جام منار له نړيدو ژغورل شوی

۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبه

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې په غور کې «جام منار» تر هغه وروسته ژغورل شوی چې په سونو کارکوونکو د سېلاب د هغو اوبو مسير چې پر منار ورسمې وې، بدل کړی دی.

https://p.dw.com/p/3JBPF
Afghanistan Minarett von Dschām
انځور: picture-alliance/MAXPPP/Kyodo

د تيري اوونۍ تر سختو اورښتونو وروسته د سېلاب په شکل کې تېزي اوبه پر هغه تنگه دره ورسمې شوې وې چې جام منار پکښې ولاړ دی. جام منار چې د يونيسکو له خوا د کلتوري مېراث په توگه نومول شوی، د افغانستان د ډېرو مهمو تاريخي، مهندسي او فرهنگي اثارو څخه يو دی.

په ويديويي انځورونو کې ليدل کیدل چې سېلاب څرنگه د دغه منار د بيخ پر خښتو ور مات وو او هغه یې گواښه.

حکومتي چارواکو څو ورځې مخکې يوې ډلي ځايي اوسيدونکو ته دنده سپارلې وه چې د سېلاب د اوبو مسير بدل کړي. د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «اوس د اوبو مسير بدل شوی دی خو سېلابونو د منار شا او خوا ديوال ۱۵متره برخه ويجاړه کړې ده.»

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس فخرالدين آرياپور وويل چې اوس په چټکه توگه د کارپوهانو يوې ډلې ته اړتيا ده چې د منار تهداب پاک کړي او په مناسبو استينادي ديوالونو یې تکيه کړي.

نوموړي له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې زياته کړه: «اوس منار ته هيڅ خطر متوجې نه دی، خو که بيا باران وشي او سېلاب راشي نو منار ته به ترې خطر ډېر وي.»

جام منار چې تقریباً ۶۵ متره لوړه دی، په داسې يوه سيمه کې ولاړ دی چې د طالبانو نفوذ پکښې ډېر دی. دا له خښتو جوړ د نړۍ دويم لوړ منار دی.

جام منار په افغانستان کې هغه لومړی ځای وو چې په ۲۰۰۲ م کال کې يونيسکو د کلتوري مېراثونو په نوملړ کې شامل کړ.

يونيسکو ويلي دي چې دمگړۍ منار ته د رسيدو امکانات نه لري. د دغه سازمان له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي دي: «کله چې په سيمه کې وضعيت اجازه راکړي نو ژر تر ژره به يو پلاوی تنظيم شي، څو کارپوان وکولای شي د منار وضعيت و ارزوي.»

(b.s/n.z (afp