1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي: د کندوز په هوايي برید کې ملکیان وژل شوي

۱۳۹۷ تیر ۲۹, جمعه

افغان چارواکي وايي چې په کندوز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د پنجشنبې ورځې په یوه هوايي برید کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/31nUW
Afghanistan US-Kampfjets F16
انځور: Imago/UPI Photo

د کندوز ولایت د هوايي برید او د ملکي تلفاتو په هکله یو افغان چارواکی وايي چې دغه پیښه اوسمهال تر څیړنې لاندې ده او زیاتوي چې دا لا روښانه نه ده چې دغه برید د افغان هوايي ځواکونو او یا د امریکايي ځواکونو له خوا شوی دی. په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د هوايي ملاتړ له پاره د افغانستان د هوايي ځواکونو سربیره امریکايي جنګي الوتکې هم په یو لړ عملیاتو کې برخه اخلي.

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې داسې نښانې نه لیدل کیږي چې ګواکې په دې هوايي برید کې دې د دوی الوتکې ښکیل وي.

په روانه اونۍ کې د افغانستان د جګړې له کبله د رامنځته شوو ملکي تلفاتو په هکله ملګرو ملتونو یو تازه رپوټ خپور کړ. د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې ویل شوي وو چې په افغانستان کې ملکي تلفات د روان ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي. په دې رپوټ کې زیاته شوې چې د هوايي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو شمیر په بې سارې توګه لوړ شوی دی.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري د برید په هکله وویل چې د کندوز په چاردره کې د دې هوايي برید له کبله د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي. د کندوز چاردره ولسوالۍ یو له ناامنه ولسوالیو څخه شمیرل کیږي چې وخت نا وخته ورڅخه د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړو راپورونه ورکول کیږي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي رپوټ کې ویلي وو چې د افغانستان په جګړه کې د هوايي بریدونو کچه ۵۲ سلنه لوړه شوې چې له امله یې د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۵۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ملګرو ملتونو دغه ځواکونه په هوايي عملیاتو کې د ملکيانو خوندیتوب ته هڅولي دي.

په عین وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش، هم په کندوز کې د یو شمیر ملکي کسانو تلفاتو تائیدوي خو زیاتوي چې جزئیات یې لا روښانه نه دي.

رادمنش ویلي دي چې د کندوز د پیښې د څیړنې له پاره له کابل څخه یو پلاوی دغه ولایت ته ګمارل شوی. د هغه په وینا اوس مشکله ده چې وویل شي په دې هوايي برید کې څومره ملکي کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي او یا دا چې دغه هوايي برید د کومو ځواکونو له لوري شوی دی.

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې امریکايي ځواکونو په دې سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په مشرۍ د ځمکني عملیاتو د هوايي ملاتړ له پاره هوايي بریدونه کړي، خو د دوی ارزونې ښيي چې امریکايي ځواکونو ملکیاتو ته تلفات نه دي اړولي.

د طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دې پیښه کې ۲۸ ملکیان وژل شوي دي. طالبانو ویلي چې په دې برید کې زیاتره ماشومان او میرمنې وژل شوي او د برید مسوولیت یې امریکايي ځواکونو ته راجع کړی.

کندوز د طالبانو له پاره یو کلیدي ستراتیژیک ولایت دی. دغه ولایت په ۲۰۱۵م کال کې د لنډې مودې له پاره د طالبانو لاس ته ولوید او وخت نا وخته ورڅخه د جګړو راپورونه ورکول کیږي. د روان کال په اپریل میاشت کې هم یوه هوايي برید ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولي وه.