1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: ځمکې ښویدنې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي

۱۳۹۷ تیر ۲۱, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چې د ډیر اورښت له کبله په پنجشیر دره کې د اوبو یو بند د ځمکې ښویدنې له کبله نړیدلی چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او په سونو کورنه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي ډي.

https://p.dw.com/p/31JdO
Mazar-e Scharif Afghanistan Hochwasser Überschwemmung
انځور: DW

له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې ادارې ویاند عمر محمدي ویلي دي چې په پنجشیر دره کې د ځمکې ښویدنې له کبله د اوبو بند د نړیدو په پیښه کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي. د نوموړي په حواله تر اوسه پورې په دې پیښه کې د لسو کسانو د مرګ پخلی شوی دی.

د پنجشیر دغه ښکلې دره چې ډېر سیلانیان یې هم لیدو ته ورځي، د کابل په شمال کې په شاوخوا ۱۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده. د چهارشنبې په شپه د بند تر نړیدو وروسته، اوبو د درې کوزې خوا ته مخه کړې او ډير کلي یې لاندې کړي چې له امله یې ګڼ شمیر خلک د خپلو کورنو او سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د پنجشیر د امنیې قوماندانۍ مرستیال نجیم خان د پیښې په هکله وویل چې د پنجشیر په خنج ولسوالۍ کې ۱۳ کسان تر اوسه لادرکه دي. د نوموړي په وینا داسې ویره ده چې دغه ورک کسان به اوبو وړي وي. نجیم خان ويلي دي چې په دې پیښه کې شاوخوا ۱۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه هم تر اوبو لاندې شوې.

سربیره پر دې د ژغورنې ډلې او دوه چورلکې سیمې ته استول شوي ترڅو بند پاتې کسان وژغوري. د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاند عمر محمدي ویلي چې دغه پیښه د پنجشیر د خنج ولسوالۍ کې پیښه شوې. د نوموړي په وینا په دې پیښه کې تر ټولو ډیر د دې ولسوالۍ د پیشغور کلی زیانمن شوی. 

د ولسمشر غني د دفتر لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني په بروکسل کې د ناټو د غونډې په ترڅ کې حکومتي چارواکو امر کړی چې د پیښې قربانیانو ته دې بیړنۍ مرستې ورسول شي.